د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: افغان کډوال ۶ میاشتې نور پاته کېدای شي






د سيفران د وزارت لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شويدي، چې پاکستان کې د ميشت ١٦ لکه رجسټرډ شوو افغان کډوالو د ايسارتيا په موده کې د شپږو مياشتو د نور زياتوالي په باقاعده توګه منظوري ورکړل شوه.

او دا رنګ به اوس پاکستان کې ميشت رجسټرډ افغان کډوال تر د روان کال د جون د ديرشمې نيټې پورې په دغه ملک کې په قانوني توګه اوسېدلای شي، او د نادرا لخوا چې دوي ته کوم د پيژندنې کارډونه جاري شويدي هغه به تر د يادې نيټې پورې د استعمال جوګه وي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې په پيښور کې ميشت يو افغان کډوال بشير احمد څخه وويل، پکار ده چې د پاکستان حکومت د ايسارتيا دا موده لږه نوره هم وغځوي ځکه چې دلته پاکستان کې زموږ کاروبارونه دي او خپلوي مو ده، نو نه شو کولای چې په دې شپږومياشتو کې به موږ افغانستان کې خپل کاروبارونه پيل کړو.

خو بهرحال موږ له پاکستان دولت څخه ډير خوشاله يو چې دومره وخت يې د سرپنا ځای راکړ او اوس يې هم د شپږو مياشتو لپاره دا موده وغځوله.

دغه رنګ يو بل افغان احمد زمان کډوال مشال راډيو ته وويل، ٣٣ کاله وشول چې موږ دلته پاکستان کې ميشت يو هم په دغه نن او سبا کې او دغه اعلان چې شوی دى له دې موږ خبر يو موږ یې هر کلې کوو
ده وويل چې څه موده وړاندې ما د کډوالو وزارت سره خبرې هم وکړلې چې دې خلکو ته په افغانستان کې زمينه وربرابر کړۍ چې خپل وطن ته لاړشي دا د يو کال ، دې درې مياشتو د څلور مياشتو خبره نه ده په دې خبرو کې زموږ درې ديرش کاله عمر تير شولو نو زموږ مشکلات په دې نه هواريږي زموږ مشکلات په دې هواريږي چې دغلته د بيت المال ځمکې دې نو په پاکستان کې چې کوم افغان کډوال دي هغوی ته دې ورکړل شي نو هله به ممکن شي زموږ دا مسلې هوارې شي.

کله چې دې لړ کې مشال راډيو د افغان کډوالو لپاره د اقوام متحده د ادارې يو اين ايچ سي ار پاکستان کې د وياندې دنيا اسلم خان څخه د دې فيصلې په اړه وپوښتل نو نوموړې وويل چې د پاکستان د حکومت دا ډير د ستاينې وړ ګام دى.

د دنيا اسلم خان په وينا، اوس چې د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوال د ايسارتيا په موده کې اضافه وشوله نو که چيرې داسې وي چې په زياته شميره کې د پوليس لخوا تنګول شور کړل شي نو زموږ هاټ لاين نمبرې د افغان کډوالو سره شته دي او په پنجاب ، سیند، بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې د يو اين ايچ سي ار دفترونه هم موجود دي نو افغانان کولای شي چې د دغه دفتر په نمبرونو له موږ سره تماس ونيسي او کيدای شي په راتلونکيو څو ورځو کې موږ د رسنيو په پايله حکومتي ذرايعو ته او په خاص توګه چې کوم د سيکورټي ادرې دي لکه پوليس يا ايف ای اې دوی ته خبرتيا ورکړو چې د افغان کډوالو د پيژندنې کارډ (پي او ار ) د ختميدو باوجود هم تر د ٣٠ م جون پورې قانوني حيثيت لري.

د یادګېرنې یا نوټيفيکېشن مطابق چې د شپږو مياشتو تيريدو وروستو به څه کيږي ؟ د دې مقصد لپاره د سيفران د وزير په مشرۍ کې يو کميټي جوړيږي چې په کې به د افغان کډوالو له ديرشم جون وروستو د ايسارتياوي يا د ستنيدو د مسلې د حل لارې لټول کيږي او دا کميټي به خپل تجويزونه وزير اعظم ته وړاندې کوي.

سراج ظهير- مشال راډيو –اسلام آباد

XS
SM
MD
LG