د لاسرسي ځای

په ننګرهار کې درې تنه وسله وال ووژل شول



د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د شیرزادو ولسوالۍ د توتو په سیمه کې عملیات کړي، چې په کې درې تنه وسله وال وژل شوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته په راستولي پیغام کې د دوو طالبانو وژل مني او په خبره يې په دغه پېښه کې د یوه کمین په ترڅ کې درې تنه بهرني عسکر هم وژل شوي دي.خو ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG