د لاسرسي ځای

هند او پاکستان دې خپلې لانجې کمې کړي. امریکا




دا له هغه وروسته ده چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې د خپلو هغو دوو عسکرو د وژلو تور پر پاکستان ولګاوی چې د هندي چارواکو په وینا له وژلو وروسته یې د هغوی مړي خراب کړي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزات ویاندې ویکټوریا نولېنډ د چارشنبې په ورځ وویل چې امریکا د هند او پاکستان دواړو حکومتونو ته سلا ورکوي چې تاوتریخوالی کم کړي.

پاکستان ویلي ، عسکر یې په کشمیر کې په هیڅ نوي برید کې لاس نه لري او د هغوی په وینا ملګري ملتونه دي د دې پېښې پلټني وکړي.

د هند پوځ وايي ، د دوی دوه عسکر د سېشنبې په ورځ هغه مهال وژل شوي او د یوه سر یې پرې شوی وو چې د پاکستاني پوځ عسکر د همالیې په هغه سیمه کې تر پوله ور اوښتي وو کومه چې هند او پاکستان سره وېشي.

XS
SM
MD
LG