د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند و پاکستان سرحدي نښتې



د پاکستان د انګريزي ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په خپله اداريه کې ليکي، د پاکستان او هند تر منځ پر لاين آف کنټرول وروستۍ نښته ډېره بدمرغه ده. دا پېښه په داسي حال کې رامنځ ته شوې چې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې مخ په ښه کېدو ښکارېدې. پر پوله له تاوتريخوالي او شخړې څخه داسې ښکاري چې دواړه هيوادونه بيا له اړيکو رغېدو څخه يو دم ډېر په شا شول.

ورځپاڼه ليکي، د روانې مياشتې پر اتمه نېټه هند ادعا وکړه چې د پولې پورې غاړې ته پاکستاني عسکرو د دوی دوه پوځيان وژلي دي او د هندي پوځ د شمالي کنټرول د وياند په وينا دا د دواړو خواوو تر منځ د اوربند د لوظنامې سرغړونه ده. پاکستان دا ادعا ردوي خو وايي چې د روانې مياشتې پر شپږمه نېټه هندي ځواکونو د دوی پر يو امنيتي پوسته بريد وکړی او يو عسکر يې ور وواژه. هند بيا دا ردوي او په ځواب کې وايي چې د پاکستان لخوا د دوی پر پوستو پنځه ساعته بمباري وشوه.

ورځپاڼه ليکي، نشي ويلای چې رښتيا به څه وي ځکه چې د دواړو خواوو عسکري ادارې مختلف بيانونه ورکوي خو دا ډېره د خواشينۍ خبره ده چې تاوتريخوالی په ډېر سخت وخت کې رامنځ ته شو. ځيني شنونکي خو بيا وار د مخه لا وايي، او پوښتنه راپورته کوي چې د دې تر شا به څه وي؟ ورځپاڼه پر مخ ليکي، خو موږ بايد له تورونو لګولو لاس واخلو، که څه هم دا رښتيا دي چې د پولي دواړو خواوو ته داسې کسان شته چې سوله نه غواړي. ورځپاڼه زياتوي، په کار ده چې دا ډول پيښې د يو پراخ جوړجاړي د رامنځ ته کولو مخه ونه نيسي. اړتيا دې ته ليدل کيږي چې د پاکستان د پوځ په نوې مفکوره کې يې ذکر شوی دی او هغه دا چې پاکستان ته تر ټولو لوی خطر له داخلي وسله والو څخه ورپېښ دی.

اداريه په پای کې ليکي، اسلام آباد او نوی ډيلی دواړه بايد جدي ګامونه پورته کړي چې په راتلونکې کې د تاوتريخوالي مخه ونيسي او معاملات په سمه توګه پر مخ بوځي.

XS
SM
MD
LG