د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ای اې اي اې ته شرطونه ایښي


د بلومبرګ په نوم يوې امريکايي مجلې په خپل يو رپوټ کې د ايران د خارجه وزارت هغه وينا راخيستې چې ويلي يې دي، که نړيوال طاقتونه د يورانيمو غني کولو د ايران حق مني، نو دغه هېواد حاضر دی چې د اټومي انرژۍ د څار نړيوالې ادارې ته د پرچين پوځي اډې د کتلو اجازه ورکړي.

د مجلې په ليکنه، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د يادې نړيوالې ادارې پلټونکي به د روانې مياشتې په ۱۶مه ايران ته سفر وکړي، د دې هېواد دغې وروستي شرط د پلټنو لمن د پراخولو خبره شکمنه کړې ده.

مجله زياتوي، د اټومي انرژۍ د څار نړيواله اداره د ايران د پرچين پوځي مرکز ته، چې د تهران جنوب لور ته د ۳۰ کلوميټرو په واټن پروت دی، د خپلو پلټونکو تګ د روانې مياشتې د دوی د سفر تر ټولو عمده هدف بولي. دا اداره وايي، داسې مالومات يې لاسو ته ورغلي چې ښايي ايران دغلته د خپلو اټومي وسلو په پټه د تجربه کولو بندوبست کړی دی.

امريکا او نړيوال اتحاديان يې په عين حال کې وايي، کېدلای شي ايران د نيوکليايي بم جوړولو په هڅه کې وي، چې له هم دې امله يې ورباندې مالي او تجارتي بندېزونه لګولي دي. امريکا او اسرايل د ايران د اټومي پروګرام تړلو په موخه د دغه هېواد پر ضد د پوځي حملو دړکې هم کړې دي. ايران په دوامداره توګه ويلي چې اټومي پروګرام يې د سوله ييزه مقصدونو لپاره دی.

بلومبرګ مجلې د ايران د خارجه وزارت د وياند رامين مهمان پرست خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د اټومي انرژۍ د څار نړيوالې ادارې ته د داسې هېوادونو لخوا، چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، ورکړل شوي اسناد بې بنياده دي او دا چې سربېره د دوئ پر بيا بيا غوښتنو، دغه اسناد د ايران له حکومت سره نه دي شريک کړل شوي.

که څه هم مهمان پرست د ايران د اټومي پروګرام په اړه د دغه هېواد او د (پينځه + يو ) ډلې د ملکونو د استازو د راتلونکې ليدنې په اړه څه و نه ويل، خو اروپايي ټولنې تېره اونۍ وويل چې دوئ به ډېر ژر په دغه باب خبرې وکړي. د ايران او د نړۍ د شپږو طاقتونو تر منځ وروستۍ خبرې د تېر کال په جون مياشت کې په ماسکو کې شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG