د لاسرسي ځای

"پاکستاني پوځیانو له هندي عسکره سرغوڅ کړی"


پر کنټرول کرښه د وژل شوي هندي عسکر لانس نایک سوډاکر سینګ مړي ته درناوی وړاندې کېږي. ۹جنوري ۲۰۱۳

پر کنټرول کرښه د وژل شوي هندي عسکر لانس نایک سوډاکر سینګ مړي ته درناوی وړاندې کېږي. ۹جنوري ۲۰۱۳



نن د چارشنبې پر ورځ د هند د دفاع وزیر اې.کې انتوني وویل، د وژل شویو دوو هندي عسکرو له مړو سره چلند د ده په خبره غیرانساني عمل دی.

خو د هند د بهرنو چارو وزیر سلمان خورشيد هم نن په خپلو خبرو کې وویل چې دغه پېښه به نه پاروي او نه به هم د دواړو هيوادونو تر مينځ د اړيکو ښه کېدو هڅې خرابېدو ته پرېږدي.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخه د تيرې نهې په ورځ له وژل شوي هندي عسکر له بدن سر غوڅ کړل شوی وو .

د هند د بهرنو چارو وزیر سلمان خورشيد د خپلو دوو هندي عسکرو وژنه د نه ملو وړ، ترهېدونکی او کرغيړن ګام بللی دی.

د هند د خارجه چارو وزارت د احتجاج د ريکار ډ کولو لپاره په دغه هيواد کې د پاکستان سفير دغه وزارت ته ورغوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په لانجمن کشمیر کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو سرتېرو له لوري د دوو هندي سرتېرو د وژلو ادعا په کلکله رد کړې او وايي، چې دوی د دې تورونو د سپیانوي لپاره د ملګرو ملتونو پلټنو ته هم تیار دي. تر دې وړاندې د هند د دفاع وزير د کنټرول کرښې په اوږدو کې له دوو وژل شویو هندي سرتېرو سره د پاکستاني پوځیانو چلند غندلی دی.

دغه دوه هندي عسکر تيره ورځ د کنټرول کرښې اوږدو کې اله ووژل شول چې کله په موسمي لړو کې پاکستاني او هندي عسکرو د ګزمې یا ګشت پرمهال یو بل ته مخامخ شول. هند وايي، پيښه د هند په خاوره کې شاوخوا ۵۰۰ ميټره دننه رامنځ ته شوېده.

پاکستاني پوځ د هند تورونه رد کړي چې له کنټرول کرښې ورتېر شوي دي او زیاتوي چې عسکرو یې هیڅ برید نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG