د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی له اوباما سره ویني، اسدالله خالد یې ولید


د امریکا ولسمشر باراک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي
د امریکا ولسمشر باراک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي



ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې په ورځ له خپل یوه لوړپوړي پلاوي سره امریکا ته ولاړ، نوموړي هلته له رسېدو سره سم د افغانستان د ملي امنیت مشر اسدالله خالد لیدو ته ولاړ، چې تېره میاشت په یوه ځانمرګي بمي برید کې له ټپي کېدو وروسته په واشنګټن کې تر درملنې لاندې دی.

کرزی به نن د چارشنبې په ورځ په کېپیټل هیل کې له امریکايي سېنټرانو سره ویني او بیا به د سي آی اې مرکز ته ورځي.

نوموړی به له ولسمشر باراک اوباما سره به پر امنیتي تړون دوه اړخیزه خبرې کوي. سپینه ماڼۍ وايي، په دې لېدنه کې به ولسمشر اوباما اعلان کوي چې څومره سرتېري به له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې پرېږدي. د ستراټیجیکو خبرتیاو لپاره د امریکا د ملي امنیت سلاکار بېن روډیز خبریالانو ته وویل، مخکې له دې به دواړه مشران به پر اړوندو موضوعګانو سلامشوره کوي چې بیا په راتلونکو څو میاشتو کې اوباما خپلې پرېکړې وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویانده ویکټوریا نولېنډ وايي، چې له ولسمشر حامد کرزي سره به د افغانستان پر اقتصادي پراختیا، امنیت او په دې هیواد کې د احتساب او شفافیت په اړه خبرې وشي.

ویکټوریا نولېنډ باور څرګند کړ ، چې افغانستان په تیرو لسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او ویې ویل، چې افغانستان اوس یو ډیموکراټ هیواد دی، منتخب حکومت لري او ټول خلک یې د بشري حقونو له پلوه یو ډول امتیاز لري.

نولېنډ په افغانستان کې ستونزې ومنلې خو ټینګار یې وکړ ، چې امریکا او نور لویدیځ دولتونه د دې هیواد له پرمختګ سره مرستو ته ژمن دي

میرمن نولېنډ وویل : ((ښکاره ده، چې په انتقالي دوره کې لکه د نورو ډیموکراټیکو هېوادونو غوندې [په افغانستان کې هم] زیاتې ستونزې شته . هلته امنیتي ، سیاسي او اقتصادي مشکلات موجود دي. لکه څرنګه چې تاسې خبریاست، امریکا له خپلو نړیوالو متحدانو سره په ګډه د افغانستان له حکومت سره په دې ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره زیاتې مرستې کړي دي.))

راپورونه وايي، دواړه لوري به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو ، د امنیت ، اقتصادي پرمختګ او د مخالفینو سره د سولې د مذاکرو په څير پر مهمو مسلو به خبرې وکړي.

د افغانستان د ماليې وزیر عمر زاخیلوال په وروستیوکې غربي مطبوعاتو ته وویل، چې افغان لوری به په خپل هیواد کې د بنیادي اقتصادي پروژو یو لیسټ هم امریکايي چارواکو ته وړاندې کړي.

په دې تړاو د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولېنډ پرون (سه شنبه) په واشنګټن کې خبریالانوته وویل: د افغانستان له حکومت سره زموږ د اقتصادي ملاتړ د لا ښه کولو او لا پراختیا لپاره جدي خبرې کیږي. موږ په ۲۰۱۴ کال کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو مسله واضح کړې ده نو پر امنیت او پر دې ، چې څرنګه به افغانان تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل امنیت ټینګوي هم خبرې کوو.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې زیاته کړه ، چې ژمنه شوې، چې له افغانستان سره د مرستو پینځوست فیصده به افغان حکومت له لارې لګېږي خو دا مسله د شفافیت او احتساب په اړه د افغان حکومت لخوا د شویو ژمنو له عملي کیدو سره تړاو لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG