د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ۲۰۱۲م کال فرقه ییزه پېښې ۵۳٪ زیاتې شوې




رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د پاکستان سولې مطالعاتي ادارې ((انسټيټيوټ اف پيس سټيډيز )) د ٢٠١٢ م کال په خپل کلني راپور کې ويلي، چې پروسږ کال په پاکستان کې فرقه ايزې پيښې ۵۳ فيصده زياتې شوې دي.
د دې ادارې لخوا جاري شوي راپور کې راغلي، چې په کراچې ، کوټه، کورمه ايجنسۍ او ګلګت بلتستان کې تر ټولو زياتې فرقه ايزه پيښې رامنځ ته شوې دي.

راپور زياتوي، چې په ګرد پاکستان کې پنځلس سوه اووه اويا (١٥٧٧) پيښو ذمه واري ترهه ګرو، بلوڅ وسله والو او په فرقه ايزه پيښو کې ککړو وسله والو تندلارو ډلو قبوله کړې ده او په دغه پېښو کې دوه زره پنځوس کسان وژل شوي او تقريبا څلور زره تنه ژوبل شوي دي.

د پاکستان انسټيټيوت اف پيس سټډيز د کلني راپور په باب د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون يوې چارواکې او د بشري حقونو کار پوه زهره يوسف وايي، چې د دې ادارې د فرقه ايزه پيښو شميرې نه شي تاییدولای خو دا خبره رښتيا ده چې فرقه ايزه پيښو کې زياتوالی راغلی دی.

،، په کراچې کې موږ ګورو چې د طالبانو وجود واضحه ښکاري ، او په کراچې کې چې کومې فرقه ايزه پېښې شوي دي اوخاص د محرم په مياشت کې نو د هغو ذمه واري طالبانو قبوله کړې ده. دغه رنګ په بلوچستان کې هزاره توکمو سره تعلق لرونکې کسان هدف کيږي، به هغو پېښو کې لشکر طيبه ککړه ده. نو په دې فرقه ايزه پيښو قابو موندلو کې وفاقي او صوبايې حکومتونه ناکامه دي او دا ډيره د تشويش وړ خبره ده ،،

بل خوا د بشري حقونو يو بل کار پوه عاصم ملک وينا ده چې له حکومت سره سره د عام ولس دا ذمه واري جوړيږي چې د داسې قسمه پيښو مخنيوی وکړي.

،، داسي قوتونه دي چې هغوی پاکستان کې عدم استحکام پيدا کول غواړي، او د دغه عدم استحکام له وجې د بهرنیو قوتونو په لاسونو کې زموږ ځینې خلک لوبيږي. چې هغوی نه یوازې ملک بلکې خلکو ته هم تاوان رسوي. او رياست خو دا دی چې تر څو ورسره وسایل وي نو تر هغو پوري به يې کاروي، خو دې کې ورسره عام ولس ته هم پکار ده چې هغوی رااوچت شي او خپله برخه کردار ترسره کړي ،،

د فرقه ايزه پېښو علاوه پاکستان انسټيټيوت اف پيس سټډيز خپل راپور کې وويلي دي چې د ٢٠١١م کال په نسبت ٢٠١٢ م کال کې د ځانمرګو بريدونو شميره کمه وه او په ټول پاکستان کې نهه دېرش (٣٩) ځانمرګي بريدونه شوي دي چې ۲۱ په کې په خيبر پښتونخوا کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG