د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مرستندویه کار کوونکو پر ضد جګړه


په صوابۍ کې یوه استاده لبنی محمود چې روانه جنوري میاشت ناڅرګندو ترهګرو په ډزو ووژله، د هغې مړی هدېري ته وړل کېږي
په صوابۍ کې یوه استاده لبنی محمود چې روانه جنوري میاشت ناڅرګندو ترهګرو په ډزو ووژله، د هغې مړی هدېري ته وړل کېږي




نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د تېرې نهې پر ورځ د پښتونخوا په صوابۍ کې پر پاکستانیو استادانو او روغتیايي کار کوونکو حمله وشوه چې په کې د شپږو ښځو په ګډون اووه کسان ووژل شول.

دې کسانو له یوه شخصي مرستندویه سازمان سره کار کاوه.

تر دې مخکې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي پر څاڅکو ورکوونکو هم بریدونه شوي ول.

د ورځپاڼې په خبره، دې حملو په پاکستان کې د پولیو او نورو ناروغیو مخنیوي کېمپېنونو ته زښت تاوان رسولی دی.

د همدې حملو له وجې بیا د تېرې چارشنبې یا شورو پر ورځ خبرونه راغلل چې پولیسو د مرستندویه کار کوونکو د ساتنې له پاره د پراخو ګامونو اخیستنې ژمنه کړې ده چې د خالي یا شنبې پر ورځ په پېښور کې د پولیو مخنیوي واکسینو کیمپېن وشي.

ورځپاڼه لیکي، دا ریښتیا هم ضروري ګام وو خو باید فېډرالي (یا وفاقي) چارواکي دا یقیني کړي چې چا هم پر مرستندویه کار کوونکو حملې کړې وي هغه عدالت ته راکش کړي. حکومت باید دا هم واضحه کړي چې روغتیايي کارکوونکي وژل اصلاً د ټول ولس پر وړاندې ترهګر عمل دی.

نیو یارک ټایمز لیکي، تر اوسه د دې حملو پړه چا نه ده منلې خو شک دی چې دا کار به وسله والو طالبانو یا نورو هغو وسله والو ډلو کړی وي چې د داسې واکسیني پروګرامونو خلاف دي؛ او وايي، دا مرستندویه کسان اصلاً د حکومت یا نړیوالو جاسوسان دي. او یا دا خبره کوي چې د دې واکسینونو موخه مسلمان ماشومان شنډول دي چې بیا بچي و نه زېږول شي.

دا خبرې تر هغې وروسته زیاتې شدیدې شوې چې امریکايي استخباراتي ادارې سي آی اې په ۲۰۱۱ز کال کې یوه واکسین ورکوونکې ډله وکاروله چې د اسامه بن لادن کور ته لاړه شي. د دې ډلې مشري یوه پاکستاني ډاکتر کوله.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، دا واکسینونه له ناروغیو د پاکستان ولس ساتنې له پاره ډېر ضروري دي.

د دوو لسیزو تر اوږد کیمپېن وروسته اوس په نړۍ کې د پولیو رنځ په ختمېدو دی او پاکستان، افغانستان او نایجېریا یوازیني هیوادونه دي چې په کې دا ناروغي موجوده ده.

XS
SM
MD
LG