د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار یو عدالت د ډیوې دوسیه دهغې په ګټه فیصله کړه


جلال اباد : نن د یکشنبې په ورځ د ننګرهار یو عدالت د ډیوې دوسیه،چې اصلي نوم يي صحیفه دی، د هغې په ګټه فیصله شوه.

ډیوه وايي ددې موضوع د طلاق وه،چې ډیر وړاندې ددې نامزاد ورته طلاق ورکړی و او ډیوې غوښتل،چې د محکمې په رڼا کې له خپل راتلوونکي میړه نه ځان خلاص کړي.
نن همدا سې وشول او د ننګرهار په استناف محکمه کې د قاضیانو پر وړاندې د خپل نامزاد نه طلاق وا خیست او د ډیوې لاره پرانستل شوه.

ډیوه که څه هم د خپل ژوند ته خطر ګڼي خو نن د محکمې له پریکړې څخه خوښي ښکاره کړه او په خبره يي د دې محکمې ورسره ډيره مرسته وکړه.

((البته اولې ورځې نه ماسره ښه همکاري کوله او نن يي هم راسره ښه همکاري وکړه او هغه څه چې ما غوښتل نن ما تر لاسه کړل او د خپل نامزاد نه ازاده شوم))

پوښتنه دا راولاړیږي،چې ډیوې ته خپل نامزاد ولې طلاق ورکړی و.

د هغې پخوانی نامزاد،چې د خپل نوم له څرګندولو يي ډډه کوله رسنیو ته وویل،چې دی ډاکټر دی او شاوخوا دوه کاله وړاندې د ډیوې سره نامزاد شو.
خو د طلاق په اړه وايي:

(( ډیوې په یوې راډیو کې کار کاوه او ما دهغې په اړه ځينې خبرې واریدې،چې د طلاق ورکولو ته يي مجبور کړم))


خو ډیوه دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي په وار وار به دې ته د طلاق خبره کوله او اخر دا مجبوره شوه،چې محکمې ته راشي.

(( دا هڅې وايي،ماته په وار وار طلاق راکاوه اخر زه مجبوره شوم،چې محکمې ته راشم او بیا هم د ننګرهار د استناف محکمې نه مننه کوم،چې زما مشکل يي حل کړ))

بلخوا د ننګرهار د استناف محکمې رييس فضل هادي فاضل د ډیوې د قضيې په اړه وویل،چې ددغې ژورنالسټې دوسیه په احوال فاملي کې څیړل کیده او دوی حق نه لري،چې فاملي محکمې په کیسونو کې مداخلت وکړي.

د محکمې د رييس په خبره هغه قاضي،چې له ډیوې څخه يي د رشوت او یا هم نورې غوښتنې درلودې هغه د محکمې څخه لری شوی دی.

شاه محمود شینواری مشال راډیو
XS
SM
MD
LG