د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې دوو ځان مرګیو بریدونو پنځه کسان وژلې


د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمې ایزې شورا دفتر ته نن غرمه دوه ځان وژونکې چې وسلې هم ورسره وي، ځان مرګې بریدونه کړې .

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي په دغه چاودنه کې د شورا د یو غړي په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي او پنځلس ژوبل دي. وسلوالو طالبانو د پیښې پړه منلې ده.


د افغانستان د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په سيمه ييزې شورا د دوو ځانمرګو بريد کوونکو په اړه د کندهار ولايت د والي وياند جاويد فیصل مشال راډیو ته وویل، دغلته د خلکو یوه غوڼده روانه وه، چې دواړو برید کونکو ځانونه والوزول.

جاوید فیصل وایې وسلوالو طالبانو تل تر تله عام او بې ګنا خلک په نښه کړې دي، او په دوی خپل زور وښي.
XS
SM
MD
LG