د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبې وزیرستان ډرون برید کې نهه مشکوک وسلوال وژل شوې


د جنوبي وزيرستان په ببړ سيمه کې تيره شپه نا وخته د بې پايلټه الوتکو په بريدونو کې نهه مشکوک وسلوال وژل شوی دي.

په سيمه کې د مشال راډيو خبريال د امنيتي سرچينو په حواله وايي چې ډرون الوتکو د طالبانو په پټن ځاينو ۱۲ توغندي توغولي دي. سرچيني وايي چې په بريد کې نهه مشکوک وسلوال وژل شوی دي.

د تیرې چارشنبې په شپه د جنوبی وزيرستان په واڼا کې په یو ډرون بريد کې د وسلوالو طالبانو يو مشر ملا نذير سره د خپلو ملګرو وژل شوی وو.

ملا نذیر له پاکستاني پوځ سره اوربند کړی وو او ویل کېږي چې د وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په څېر یې پاکستاني اهداف یې نه په نښه کول.

XS
SM
MD
LG