د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضې حسین احمد په نوښار کې خاورو ته وسپارل شو


د مذهبې ګوند جماعت اسلامې مشر قاضې حسین احمد د اتوار په ورځ د نوښار په زیارت کاکا صیب کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د تیر خالې او اتوار په منځنۍ شپه په اسلام اباد کې په یو روغتون کې ساه ورکړه.

قاضې حسین احمد د زړه ناروغې لرله، د هغه عمر څلور اویا کاله وو. د هغه جنازه د اتوار په ماسپخین درې بجې په پیښور کې وشوه، چې پکې د جماعت اسلامې د مشر سید منور حسن پشمول یو شمیر سیاسې مشرانو ګډون وکړ.

په دې وروستیو کې قاضې حسین احمد په مومندو ایجنسۍ کې د یو ځان مرګې برید نه ژوندی راوتلی وو.

د قاضې حسین احمد په مرګ په ټولنیزې میډیا فیس بک او ټویټر کې هم د هغه په رول تاوده بحثونه وشول، هغه د خپل سخت موقف لپاره مشهورتیا لرله او په اړه یې ملګرې او سیاسې مشران وایې، په خپله خبره به کلک ولاړ وو. په هغه په افغانستان کې په جهاد روا یا جایز ګرزولو هم سخت تنقیدونه شوې وو. هغه په ۱۹۸۵ م کال کې د شپږو کالو لپاره د سینټ غړی وټاکل شو، او په کال ۱۹۹۲ کې هم په دویم ځل د سینټ غړی منتخب شو. چې وروستو یې د احتجاج په توګه دغې چوکۍ نه استعفه ورکړه.

قاضې حسین احمد په ۱۹۸۷م کال کې د جماعت اسلامې امیر وټاکل شو، او څلور وارې د دغه ګوند د امیر په توګه منتخب شوی. په کال ۲۰۰۲ کې چې کله مذهبې سیاسې ګوندونه د متحده قامې مومنټ په نوم یو ځای شول، نو قاضې حسین احمد یې تر ۲۰۰۸م کال پورې مشر وو.

د جماعت اسلامې ګوند د مشر په حیث هغه په افغانستان کې جنګ جهاد ګرزولی وو، او دا ویلې وو، چې دا د مسلمانانو ذمه وارې جوړیږي، په دغه جهاد کې برخه واخلې. قاضې حسین احمد په پاکستان کې د جماعت اسلامې د ذده کونکو د تنظیم اسلامې جمیعت طلبا په فعاله کولو کې هم ډیر مهم رول لوبولی وو. د ذده کونکو د دغه تنظیم په اړه دا هم وییل کیږي په تعلیمې ادارو کې یې په غیر نصابې سرګرمیو وخت په وخت د خپلې خوشې بندیزونه هم لګولې وو.

قاضې حسین احمد د خیبر پښتونخوا د نوښار د زیارت کاکاصیب اوسیدونکی وو، هغه څوارلسم د پیښور د اسلامیه کالج نه کړی وو، او د پیښور پوهنتون نه یې په جغرافیه کې شپاړسم کړی وو، او د څه مودې لپاره د سوات په جهانزیب کالج کې استاذ هم پاتې شوی وو.
د قاضې حسین احمد په مرګ د پاکستان وزریاعظم راجا پرویز اشرف او ولسمشر اصف علې زردارې د هغه د کورنۍ سره خپله خواخوږې څرګنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG