د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضې حسین احمد به نن خاورو ته سپارل کیږي


د مذهبې ګوند جماعت اسلامې مشر قاضې حسین احمد د تیر خالې او اتوار په منځنۍ شپه په یو روغتون کې ساه ورکړه. هغه د زړه ناروغې لرله. د قاضې حسین احمد عمر څلور اویا کاله وو. د هغه جنازه به نن ماسپخین درې بجې په پیښور کې کیږي.

قاضي حسين احمد له څه مودې راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته وو، او د تير خالي په ورځ د زړه د شديد درد له کبله اسلام اباد ته وړل شوى وو او هم هلته يې په يو روغتون کې ساه ورکړه.

قاضې حسین احمد د خیبر پښتونخوا د نوښار د زیارت کاکا صیب اوسیدونکی وو، هغه د ډیرې مودې راهیسې د جماعت اسلامې مشر پاتې شوی وو. د پاکستان وزریاعظم راجا پرویز اشرف او ولسمشر اصف علې زردارې د هغه په مړینه د هغه د کورنۍ سره خپله خواخوږې څرګنده کړې.
XS
SM
MD
LG