د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له تعلیمه محروم پاتې کېدل د نسل وژنې مانا لري'


د قبایلي سیمې یوه ښوونځي ویجاړه ودانۍ. پر دېوال په انګلیسي کې لیکل شوي: ((پوهه رڼا ده.))
د قبایلي سیمې یوه ښوونځي ویجاړه ودانۍ. پر دېوال په انګلیسي کې لیکل شوي: ((پوهه رڼا ده.))
اسرار عالم مومند

پراګ - د جنوبي وزيرستان زده کونکو څو ورځې وړاندی په خپلو سيمو کې د تعليمي ادارو د بنديز خلاف مظاهره وکړه.

دغه زده کونکي شکايت کوي چې د پوځي اپريشن له وجې د څه باندې ۴۰ زره زده کونکو تعليمي سلسله په ټپه دريدلې ده.


د مسود يوت (محسود او مسید هم بلل کېږي) په نامه د ځوانانو تنظيم يو غړی فاروق مسود د خپلو غوښتنو په اړه مشال رېډيو ته وايي:

(( په ۲۰۰۹ م ز کال کې په شمالي وزيرستان کې د راه نجات په نامه پوځي اپرېشن پیل شو چې ورسره سم د سیمې تعليمي ادارې وتړل شوې او اوس هم بندې پرتې دي. له دی وجې ۴۴ زره زده کونکي له زده کړو بې برخې شوي دي. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې په بندوبستي سيمو کې د دغه زده کونکو له پاره متبادلې تعليمي ادارې جوړی کړل شي.))

د جنوبي وزيرستان د مسودو په سيمه کې د بد امنۍ له وجې شاو خوا ۴۴۲ تعليمي ادارې له څلورو کالونو راهيسې بندی دي، د دغه سيمې يو ځوان جمال حسین وايي، د لدې او سام کالج زده کوونکي غوښتنه کوي چې د دوی کالجونه بند وي تر هغو دې د متبادلو ځايونو بندوبست وکړل شي خو د نوموړي په خبره، له پوليټکل چارواکو سره وخت نه شته چې د دوی دغه مسله واوري:

((موږ پوليټکل چارواکو ته ورغلي يو او د تعليمي ادارو جوړولو له پاره مو ورته متبادل ځايونه هم په ګوته کړي دي خو اوس په چارواکي په نورو مسلو کې ډېر بوخت دي او وخت ورسره نه شته چې له دوي سره ملاقات وکړي.))

د جنوبي وزيرستان فاروق مسود وايي، د کومو زده کونکو چې زده کړې درېدلې دي هغوی اوس د هیواد په نورو برخو کې مزدورۍ کوي.

د مسود ځوانانو تنظيم يو مشر جمال حسین وايي، که چېری د دوی په سيمو کې تعلیمي ادارې همداسې بندې پاتې شوي، او په بندوبستي سيمو کې ورته هم څه متبادل نظام ور نه کړل شو نو دا به د دوی د نسل وژنې برابر وي او دا به نه يوازې د دغه سيمې بلکې د ټول پاکستان له پاره خطرناکه خبره وي.
XS
SM
MD
LG