ژباړه: شاهین بونیری
سرچینه: اژانس فرانس پریس
د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي لیکي، ولسمشر باراک اوباما او ولسمشر حامد کرزی راتلونکې اوونۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږد مهاله امنیتي موافقې پر موضوع خبرې کوي.
د خبرو اترو په اېجنډا کې تر ټولو مهمه خبره تر ۲۰۱۴ز کال وروسته، د یو شمېر امریکايي ځواکونو موجودګي ده.
طالبانو په یو بیان کې ویلي، که چېرې کرزی په افغانستان کې د یو امریکايي پوځي په پاتې کېدو هم رضا شو نو په راتلونکې کې به د ټولو تربګنیو، او تباهۍ ذمه وار وي.
خبري اژانس لیکي، د وروستیو رپورټونو تر مخې، د امریکا د دفاع وزارت یو پلان تیار کړې چې له مخه به يې له ۳۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې امریکايي پوځیان د القاعده د وسله والو پرضد د جنګ کولو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
ځواکونه به د افغان پوځ او پولسو د تربیت کار له هم دوام ورکوي.
د ناټو اېتلاف، چې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د طالبانو پر ضد جنګ کوي، په کال ۲۰۱۲ م کې ۳۰۰۰۰ ځواکونه کم کړي دي او د کال ۲۰۱۴ م د پای پورې به افغان مشن ته د پايي ټکې کېږدي.
اوس هم په افغانستان کې ۱۰۰۰۰۰ نړیوال پوځیان د افغان پوځ او پولیسو روزنه کوي چې درجه په درجه د امنیت د ذمه وارو پوره کولو قابل شي.
اژانس فرانس پریس زیاتوي، بل خوا افغان حکومت له طالبانو سره د روغې د خبرو اترو له پاره چارواکي مقرر کړي دي.