د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېري ښکار نجلۍ ملګری وايي، پولیسو یې مرسته و نه کړه


ګل ایاز

پراګ - د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د ډله ییز جنسي تېري ښکار نجلۍ ملګري په لومړي ځل په یوه مرکه کې پر پولیسو نیوکې کړې دي چې دوی خپل کار ژر نه دی کړی.


۲۳ کالنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوې وه. تر دې وروسته یې په سینګاپور کې هم درملنه وشوه خو مړه شوه.

د دې نجلۍ د ملګري نوم هم نه دی ښودل شوی او د هند له زي ټیلي وېژن سره یې په مرکه کې د پېښې کیسه کړې ده چې څنګه هغو کسانو ورباندې حمله وکړه او په څه ډول یې دی بې هوښه کړ.

دا کس وايي، هغو کسانو په سریو او د اوسپنې په کوتکونو دوی ووهل.

د ده په خبره، تر ډله ییز تېري وروسته د ده ملګرې د سړک غاړې ته واچول شوه، او هیچا، ان دا چې پولیسو هم د دوی مرسته و نه کړه.

د دې پېښې پر ضد په ټول هند کې مظاهرې شوې دي.

د دې کس مرکه د جمعې پر ورځ خپره شوه.

په نوي ډیلي کې د جمعې پر ورځ د مظاهرې پر وخت یوه کس راجیش ګنګورا وویل: ((موږ له حکومته غواړو چې دا مقدمه ژر تر ژره هواره کړي. په قانون کې بدلون راولي، او ککړ کسان په دار وځړول شي.))

د نوي ډیلي دا نجلۍ د ډېسېمبر پر ۱۶مه د ډله ییز تېري ښکار شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG