د لاسرسي ځای

بهاول خان د ملا نذیر پر ځای د وسله والې ډلې مشر شو


ملا نذیر سره د دوو ملګرو له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

ملا نذیر سره د دوو ملګرو له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

واڼه - د ملا نذیر تر وژنې وروسته، طالبانو د بهاول خان په نوم یو طالب قوماندان په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې خپل مشر ټاکلی دی.


د چارشنبې په شپه د بې پیلوټه امریکايي الوتکو په یوه حمله کې ملا نذیر سره له اتو ملګرو ووژل شو.

د ملا نذیر د طالبانو نوي مشر په اړه ویل کېږي، ۳۵ کالن بهاول خان د وزیرو له قبیلې دی او د جنوبي وزیرستان سپین سیمې پورې تړاو لري.

بهاول خان د صلاح الدین ایوبي په نوم یادېږي او په افغانستان کې جنګېدلی دی.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي، نوموړي له واڼه د ازبک وسله والو په ایستلو کې له ملا نذیر سره یو ځای مهم کردار تر سره کړی وو.

د ملا نذیر او د ده ډلې طالبانو په اړه ویل کېږي چې په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو د حملو ترتیبولو کار کاوه.

ملا نذیر له پاکستاني پوځ سره اوربند کړی وو او ویل کېږي چې د تحریک طالبان پاکستان په څېر یې پاکستاني اهداف یې نه په نښه کول.
XS
SM
MD
LG