د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ له روغتونه فارغه کړل شوه


د برتانییا په کوین الیزبېت روغتون برمنګم کې له درملنې وروسته ملاله یوسفزۍ خپل کور ته تلو پر مهال لاس اوچت کړی
د برتانییا په کوین الیزبېت روغتون برمنګم کې له درملنې وروسته ملاله یوسفزۍ خپل کور ته تلو پر مهال لاس اوچت کړی



د برتانییا په کوین الیزبېت روغتون برمنګم کې تر درملنې لاندې ملاله یوسفزۍ له علاج وروسته فارغه کړل شوه.

د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه ملاله د خیبر پښتونخوا په سوات کې پروسږکال (۲۰۱۲) د اکتوبر پر نهمه نېټه وسلوالو طالبانو له سکول کور ته د تلو پرمهال له خپلو دوو نورو ملګرو سره یوه ځای په ډزو وویشتله.

ملاله پر سر په ګولۍ ویشتل شوې وه، چې له څه کم درو میاشتو یې په کوین الیزبېت روغتون کې درملنه کېدله. د روغتون ډاکټران وايي، ۱۵ کلنه ملاله اوس د دې جوګه ده چې له خپلې کورنۍ سره و اوسېږي.

د دې ډاکټران وايي چې د روانې جنورۍ میاشتې په پای د فبرورۍ په لومړیو کې به ملاله بیرته په روغتون کې داخلېږي چې د ککرۍ یا کوپړۍ د رغولو جراحي یې وروکړي.

پر ملالې یوسفزۍ باندې برید له ملګرو ملتونو نه راوخلې د مسلمانې نړۍ او اروپا په ګډون ګډون د نړۍ د لر وبر په مشرانو ، د بشري حقونو لپاره مبارزه کونکو او نورو نړیوالو خیریه ډلو کې قهر راپارولی وو.

XS
SM
MD
LG