د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې د ولسي خوښې واک کله هم نه دی راغلی"


په ګلستان کې د جمعیت العماء اسلام غونډه
په ګلستان کې د جمعیت العماء اسلام غونډه




خدای نور ناصر مشال راډيو

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي، په ملک کې په مداریتوب د خلکو زړونه څوک نه شي ګټلی. د منهاج القران مشر طاهر القادري ته په پام سره فضل الرحمان ویلي ؛ د دې مداریانو او سیکورټي ادارو له امله په پاکستان کې امنیت خراب شوی... نوموړي دا خبري په ګلستان سیمه کې، شیخ الهند کنفرانس ته کولې.

د جمعیت علماء اسلام ف ډلي مشر مولانا فضل الرحمان وايي؛ په پاکستان کې د خراب امنیت ذمه واره د پاکستان ریاستي ادارې او مداریان سیاستوال دي، چې د ده په خبره هر وخت يې په زور د دې هیواد په وګړيو حکمراني کړې ده. هغه وویل؛ ګلستان چې له څو لسیزو راهیسي بدیو او شخړو ځپلی، په اوس وخت کې نه يواځې ګلستان بلکې له باجوړه نیولې بیا تر کراچۍ پورې په ټوله سیمه د بد امنۍ اور لګېدلی دی.

؛ ددې جنګ احساس تاسو ډېر ښه کولای شئ، ځکه چې تاسو له تیرو څو کلونو راهیسي په جنګ کې یاست. خو که نن وګورو، له باجوړه تر کراچۍ پورې سور اور بل دی. د انسانيت وینې تويېږي. د بشري حقونو سرغړونه کېږي. هر طرف ته د مرګ غوبل روان دی، دا بدامني په پاکستان کې د چا له لاسه ده؛.

د منهاج القران نړیوال مشر ډاکټر طاهر القادري ته په اشاره سره نوموړي وویل؛ په تېر وخت کې هم د ده په څیر ډېری نورو کله په يوه جامه کې او کله هم په بله جامه کې د پاکستان پر ولس باچاهي کړې. چې د ده په خبره نور يي ولس په مداریتوب باور نه لري.

؛کله په یو رنګ او کله په بل رنګ، کله په يو لباس او کله په بل لباس، د پاکستاني قوم پر سر سپاره دي. کله يو بازي ګر او کله بل بازیګر، کله يو شعبده باز او کله بل شعبده باز، راځي او د پاکستان په خلکو حکمراني کوي؛.

د پاکستان ریاستي ادارو ته په اشاره سره مولانا فضل الرحمان زیاته کړه. د پاکستان په پنځه شپېته کلن تاریخ کې کله هم د ولس په خوښه حکمرانانو حکومت نه دی کړی.

کنفرانس ته په خپلو خبرو کې هغه وویل؛ په پاکستان کې به شریعت د سیاست له لارې راولي؛. تر کنفرانس وروسته مو همدا پوښتنه د نوموړي مخته کښېښوده، چې په پاکستان کې شریعت د سیاست له لارې، او په ګاونډي هیواد افغانستان کې بیا د ټوپک له لارې، لامل يې څه دی. مولانا فضل الرحمان يي په ځواب کې مشال راډيو ته وویل

؛ پر افغانستان جنګ پيل شوی دی. او په پاکستان کې سیاسي عمل دی. او په افغانستان کې نور قوتونه راغلي دي ، او هلته يي جنګ پيل کړی دی. نو ځکه موږ وايو چې د پاکستان او افغانستان په حالاتوکې فرق دی؛.

د بلوچستان په ټولو پښتون میشتو سیمو کې ګلستان هغه ناامنه سیمه ده، چې په کې د بیل بیل قبیلو تر منځ شخړو او بدیو د دې سیمې امنیت او پخوانۍ میلې ختمې کړې. د پنج شنبې په ورځ دیادې سیمې يوې قبیلې په جمعیت او ځینو نورو يي په پښتون خوا ملي عوامي ګوند کې ګډون کړی. د سیمې ولس هیله من دي، چې کېدای شي، د دې قبیلو په سیاست کې له راتګ سره به په سیمه کې بدیو او شخړو ته د پای ټکی کښېښودل شي.

XS
SM
MD
LG