د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوهستان ویډيو رسوايي کې ښکېل درې وروڼه ووژل شول


د کوهستان پولیس امنیتي څارنه کوي
د کوهستان پولیس امنیتي څارنه کوي



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د خیبر پښتونخوا د کوهستان ضلعې په یوه لرې پرته سیمه کې درې وروڼه په دې تور وژل شوي، چې د ادعا کېږي د یوې کورنۍ د وژل شویو ښځو د ویډیو د خپرېدو په رسوايي کې ښکېل ول.

د وژل شویو کسانو یو ورور افضل کوهستانی نومېږي. هغه وړاندې ویلي ول چې د ویډیو تر خپرېدو وروسته د ښځو کورنۍ غړو په ویډیو کې د ښکېلو ټولو کسانو د وژلو خبره کړې وه. په دې اړه د پاکستان سپریم کورټ پخپله نوټس هم اخیستی وو.

د کوهستان پولیس مشر علي اکبر نن مشال راډیو ته وویل، دا کسان د تېر کال جون په یوه خپره شوې ویډیو کې له ښځو سره ښودل شوي ول چې د کورنۍ غړو یې بېګا پر دوی حمله کړې ده.

د نوموړي په وينا ، دوی بېګا شپه ګدار يونين کونسل چې پېښه په کې شوې خپل پولیس ورته لېږلی دی.

،، د پيښې له ځايیه لا باقاعده لیکلی راپور نه دی راغلی. دري کسان وژل شوي دي، چې د افضل وروڼه دي، نومونه يې شاه فيصل ، رفيع الله او شيرولي دي. دوی د جينکو په یوه خپره شوې ويډيو رسوايي کې تورن شوي وو. دوی ځان ته یو مورچه جوړوله او که نور تعميراتي کار يې کولو نو له بهره پرې ډزې شوې دي، د هغه ويډيو مدعايانو دوي وژلې دي،،

خو بلخوا د کوهستان سيمي ځايي خبریال مشال راډيو ته وويل چې ټيليفون سهولت د نشتوالي له وجې تيره شپه د افضل کوهستاني خپل خپلوان د دوی کره ورغلي ول چې مخالفې ډلې د افضل کوهستاني وروڼه وژلي دي او یې وويل چې مطبوعاتو سره دا پيښه شريکه کړې.

،، دري کسان ماته راغلل او راته يې وويل چې هلته دا ظلم وشو، چې دوه وروڼه ، دري خپلوان او يو ښځه پکې وژل شوي دي، او پنځه يا شپږ ماشومان او ښځې زخميان هم دي. او مخالیفین یې زخميان اوچتلو ته هم نه پريږدي. نو د سهار تر يولسو بجو پورې د هغوی کور محاصره وو، اوس پوليس ورغلی دی خو تر اوسه پورې یې لا مړي نه دي راوړې ،،

ياده دي وي چې د تير کال په جون مياشته کې د کوهستان ويډيو رسوايي مخې ته راغلې وه، چې په اړه یې د کوهستان یوه اوسېدونکي افضل کوهستاني دا دعوى کوله چې په ويډيو کې ښودل شوې ښځې خپلو کورنيو وژلې دي.

د افضل کوهستاني په بيان سپريم کورټ پخپله نوټس هم اخيستی وو او د پيښې پلټنو لپاره یې يو کميشن جوړ کړی وو خو د کوهستان له دورې ورسته کميشن په خپل راپور کې ويلې ول، چې ښځې ژوندۍ دي.

XS
SM
MD
LG