د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا د القاعده یو پاکستانی غړی امریکا ته وسپارو


د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن
د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن


برتانوي چارواکو یو پاکستانی امریکا ته سپارلی دی چې ورباندې د القاعده د غړيتوب تور دی.

۲۶ کالن عابد نصیر په هغو دولسو کسانو کې شامل وو چې په ۲۰۰۹ز کال د برتانیې په مانچسټر ښار کې د زیاتو کسانو وژلو له پاره د بمي چاودنو د تیاري په تور نیول شوی وو.

له دې سره، پر نصیر دا هم تور دی چې د القاعدې د هغې پراخې څانګی غړی هم دی چې په امریکا او ناروې کې یې د حملو پلان جوړ کړی وو.

نصیر په ۲۰۰۹ز کال کې د نیویارک په ځمکلاندې اورګاډي کې د ځانمرګو حملو پلان جوړولو له پاره هم تورن دی او د دې له پاره په امریکا کې مطلوب دی.

که چېرې پر ده جرم ثابتېږي نو په امریکا کې د ټول عمر قید سزا ورته اورول کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG