د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو لپاره انتخاباتي مرکزونه جوړېږي




د پاکستان انتخاباتي کميشن وايي، چې د قبايلي سيمو بې کوره شوي هغه متاثرين چې دا وخت په مختلیفو کېمپونو کې مېشت دي د راتلونکو عامو ټولټاکنو په موقع به ورته په کېمپونو کې انتخاباتي مرکزونه پرانیستل کېږي.

د انتخاباتي کميشن وياند الطاف احمد له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې جلوزي کېمپ، توغ سرای کېمپ هنګو او دراني کېمپ صده کې به د راتلونکو ټولټاکنو په موقع انتخاباتي مرکزونه جوړېږي چې د خيبر ايجنسۍ، اورکزۍ ايجنسۍ او کورمې ايجنسۍ متاثرين د خپلې خوښې اميدوارانو ته ووټونه ورکړي.

د قبايلي سيمو بې کوره شوي يو شمير خلک د کېمپونو پر ځای د خيبر پښتونخوا په مختلفو ضلعو او کراچۍ کې آباد شوي دي . په دې متاثرينو کې يو محمد شمشاد هم دی، چې د خيبرايجنسۍ له تيرا سيمي سره تعلق لري، دی وايي چې د سيمي حالات يې ښه نه دي نو نه شي کولی چې د رای یا ووټ اچولو لپاره تيرا ته لاړ شي. انتخاباتي کميشن ته په کار ده چې داسې بې کوره شويو خلکو لپاره يا خو څه متبادل انتظامات وکړي او يا دې ورته حق ورکړل شي چې دوی اوس په کومو سيمو کې ميشت دي د هغه ځای نه خپل د خوښې اميدوار ته ووټ واچوي.

د انتخاباتي کميشن وياند الطاف احمد د محمد شمشاد د غوښتني په ترڅ کې مشال ريډيو ته وويل چې د قبايلي سيمو هغه خلک چې د ملک په نورو سيمو کې مېشت دي . دوی دې د دغه سيمې د ضلعي انتخاباتي کمشنر دفتر ته ولاړ شي او د خپل ووټ اندراج دې په هغه سيمو کې وکړي، چې دوی په دا مهال په اوسي او که يو ځل د انتخاباتو د نيټي اعلان وشو نو دا خلک به بيا د ووټ اچولو لپاره خپلو سيمو ته ځي.

له ډيره اسماعيل خان د مشال ريډيو خبريال سيلاب مسید وايي، له جنوبي وزيرستانه کډه کونکې قريبا درې لکه متاثرين د کېمپونو په ځايي دا وخت په ټانک او ډيره اسماعيل کې يا خو د خپلو خپلوانو سره او يا د کرايه په کورونو کې ميشت دي او دا متاثرين نه صرف د حکومت سره راجسټر دي بلکې د حکومت لخوا ټاکل شويو مخصوصو ځايونو نه راشن هم اخلي.

کله چې مشال ريډيو د الطاف احمد په وړاندي دا پوښتنه کېښوده چې نه خو دا متاثرين په کېمپونو کې مېشت دي او د خرابو حالاتو له وجې خو دا خلک د ووټ اچولو لپاره خپلو سيمو ته تللای شي نو د دوی لپاره به څه لاره راوباسي. په جواب کې نوموړي وويل، چې په دې مسئله د تيرې يوې مياشتې راهیسې انتخاباتي کميشن غور کوي او انشاءالله څه ښه لاره به ورله راوباسي.

يادونې وړ ده چې انتخاباتي کميشن د شميرې ترمخه په ټولو قبايلي سيمو کې شپاړس لکو څخه زياتو خلکو خپل ځانونه د ووټرانو په توګه راجسټر کړي دي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG