د لاسرسي ځای

تازه خبر

له باګرام زندانه ۲۰تنه بنديان ازاد کړل شول




د سولې د عالي کميسيون په هڅو له باګرام زندانه شل تنه بنديان خوشي کړل شو او په ننګرهار کې خپلوانو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان په ختيځ کې د سولې د عالي شورا د کميسيون د بنديانو د کميټې يو تن مسوول عزيز الرحمن عرب وويل چې دغه بنديان د ننګرهار د سولې د کميټې له تصديق نه وروسته پرېښودل شوي دي.

« د دغو بنديانو د خوشي کيدو په برخه کې د سولې عالي کميسيون او د ننګرهار د سولې کميټې ډيرې هلې ځلې کړي. کوششونه يې کړي او د دغو خلکو د اهليت او شخصيت تصديق يې کړی دی.»

د ننګرهار د سولې د ولايتي کميټې مشر ملک نذير وايي چې ازاد شوي بنديان به د سولې له بهير سره همکاري ولري.

« دوی ته به موږ خپله سپارښتنه کوو چې په اينده کې په سوله او ارامۍ خپل ژوند تير کړي. دوی سره به وخت په وخت موږ وینو . دوی به د سولې له بهیر ې سره همکاري کوي. موږ به د دوی همکاري څارو، دوی به موږ ونازوو او مرسته به ورسره وکړو.»

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي له ټولو وسله والو مخالفينو څخه هيله وکړه چې خپلې وسلې کيږدي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

« دوی ټولو وويل چې دوی به له امن او سولې سره همکاري کوي. او ټولو هغو مسلمانانو ته هم زما دا خواست دی،چې نن د خپل حکومت پر وړاندې جنګيږي، بايد نور د سولې له بهير سره يو ځای شي او دا خپل ويجاړ افغانستان جوړ کړي.»

یو خوشې کړل شوي بندي قاري ضياالرحمن هیله لرله چې ژر تر ژره تر خپل کوره ورسيږي.

« په ۱۳۹۰ کال د ثور مياشتې په په ۱۴ تاريخ باندې خارجيانو او افغان ځواکونو په خپل کور بټي کوټ کې ونيولم. تقريباٌ ۲۱ مياشتې ما په باګرام کې بند تير کړو. هلته مې ډيرو بنديانو ته د قرآن مجيد زده کړه ورکوله. موږ سره د ملي اردو عسکرو ډيره ښه وضعه کوله. اوس چې راخوشی شوی يم ډير خوشحاله يم او هيله لرم چې ژر تر ژره کور ته ورسيږم.»

په ازاد کړی شويو شلو تنو کې شپاړس د ننګرهار، دوه يې د کونړ، يو يې د نورستان او يو يې د لغمان ولايت سره تعلق لري.

د ننګرهار د سولې د کميټې چارواکي وايي دوی هڅه کوي چې په باګرام زندان کې ټول بنديان د پوخ ضمانت په ورکولو سره ازاد کړي.

بازمحمد عابد مشال راډيو جلال اباد

XS
SM
MD
LG