د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب کمندان ملا نذیر په ډرون برید کې ووژل شو




په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکو په دوو بیلابیلو بریدونو کې د طالبانو د یوه مهم مشر کمندان ملانذیر په ګډون نهه تنه سخت دریځي وسله وال ووژل.

د پاکستان امنيتي چارواکي وايې، ډرون الوتکو په يوه بريد کې د جنوبې وزيرستان د طالبانو مشر ملا نذير وواژه.

په عین حال کې دغو الوتکو په یوه بل برید کې چې د شمالي وزیرستان پر اړوندو شوی د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وژلي دي. د راپورونو له مخې په وژل شويو کې قوماندان فیصل خان او دوه ازبک وسله وال شامل دي.

چارواکې زياتوي، پر جنوبي وزیرستان په حمله کې له ملانذير سره د هغه پنځه نور وسله وال ملګري هم وژل شوی دي. د مشال ريډيو خبريال د چارواکو له خولې وايې، بريد بيګاه د شپې د جنوبې وزيرستان د انګور اډه په سيمه کې شوی دی.

ملا نذیر احمدزي وزیر وو او په جنوبي وزیرستان کې یې د سخت دریځو وسله والو طالبانو مشري کوله.

هغه د حکیم الله مسید په مشرۍ له تحریک طالبان سره جوړ نه و او له دولت سره یې نژدې اړيکې لرلې.

ملانذیر په پيل کې په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان استازی پيژندل کیده، خو وروسته بیا د خپل منځي اختلافاتو له وجې له دغه تحریکه بیل او ځانته يې خپله ډله اعلان کړه.

هغه له دولت سره د یوه تړون له مخې په پاکستان کې عملیات نه کول او ټوله توجه يې افغانستان ته اړولې وه.

د نوموړي په باب ویل کیږي چې ګڼ شمیر وسله وال يې د افغان طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې جنګیدل او په خپل هیواد کې د ورته فعالیتونو مخالف و.

د ملانذير په مشرۍ کې ځايي خلکو د پاکستاني پوځ په ملاتړ په ۲۰۰۷م کال ازبک وسله وال له يوې سختې جګړې وروسته ایستلي ول.

د پروسږ کال د نومبر پر ۲۹مه نېټه هم په واڼه کې په يوه ځانمرګي بريد کې ملانذير ټپي شوی وو.

پر هغه تر دې وړاندې هم ډرون بريدونه شوي ول خو دی په کې روغ راوتی وو.

ډرون یا د بې پيلوټه الوتکو بریدونو پر سر له کلونو راهیسې د پاکستان او امريکا ترمنځ ناندرۍ روانې دي.

د اسلام اباد د مخالفت سره سره امریکا دغه لړۍ په سیمه کې د سخت دریځو وسله والو ډلو د ځپلو تر ټولو ګټوره وسیله ګڼي.

دیوې اندازې له مخې له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې دغو الوتکو د پاکستان پر قبائلي سیمو ټول ۳۴۰ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د طالبانو او القاعده ډلې د مهمو مشرانو په ګډون شاوخوا درې زره تنه وژل شوي دي.

راپور:مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG