د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سی اېن جي نرخونو لوړېدو بیا لانجه راپورته کړې




ربعه اکرم مشال راډيو

د تيل او ګيس منظمولو ادارې اوګرا په خپله یوه خپره کړې یادګېرنه کې د سي اين جي یو کیلو نرخ دولس روپۍ اتيا پېسې پورته کړی.

د نهې په ورځ د سي اين جي نرخونو په سلسله کې د قانون وفاقي وزير فاروق ايچ نایک په مشرې د یوې ځانګړې کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې د سي اين جي اتحادییې سره سره د سي اين جي شعبې سره تړلیو نورو خلکو هم ګډون وکړ.

له غونډې وروسته له رسنو سره په خبرو کې د اوګرا چیېرمېن سعيد احمد خان وويل، چې له اوږدې سلا مشورې پس د لومړۍ سیمې لپاره (پوټهوهار، خيبر پښتونخوا، او بلوچستان ) د یو کیلو سي اين جي نرخ دولس روپۍ اتيا پېسې پورته کړ او دغه ډول د دویمې سیمې لپاره (پنجاب او سیند) کې دولس روپې دوه شپتيه پیسې جګ شو.

،، دسي اين جي سټيشنو مالکانو ، سي اين جي ايسوسي ايشن او دي سره تړلې نورو خلک موږ راغوښتي وو او د هغوی ټولو خبرې کمېټې په پوره غور سره واورېدلې او له پس مو په سلامشوره نوي نرخونه مقرر کړل ،،

خو د ټول پاکستان سي اين جي اتحادییې مشر غياث پراچه د نويو نرخونو فارموله ردوي او وايې چې دوی یې غونډې ته وربللي ول خو خبره یې ونه منل شوې.

”په دې نرخونو سره زموږ چې کومه مسله ده نو هغه نه حل کيږي او تر څوچې دا مسله نه هواريږي نو موږ دا فارموله ردوو،،

د پټروليم وزارت مشير ډاکټر عاصم حسين له ميډيا سره په خبرو کې وويل، چې سي اين جي ايسوسي ايشن سره د نويو نرخونو په اړه خبرې اترې کيدای شي.

،، که دوی غواړي چې دوی ته څه ډول ګټه مخکې ملاويده او هغه ورکړل شي نو دا نه د قانون فيصله ده، نه زما. خو د سپريم کورټ د فيصلې په رڼا کې يو ځل بيا د سي اين جي په نرخونو جاج اخيستو ته تيار يو ،،

د سي اين جي د نرخونو د معاملې په اړه د معاشي چارو کار پوه او خبريال مبارک زيب وايې، چې دا مسله دومره اسانه نه ده ، په دې کې له سياسي مفادو سره سره د سرمايه دارو مفاد هم شامل دی.

،، سرمايه داره طبقه طاقت وره ده او غواړي ګيس د هغوی په بټیو او کارخانو کې استعمال شي او سياستوال دا خلک نشي خفه کولې، د هر کس خپل مفاد وي. نو سرمايه داران پر حکومت خپل اثر و رسوخ استعمالوي او دغه ګيس خپل اړخ ته اړوي، زه نه ګڼم چې دا مسله به راروانو دوه درو مياشتو کې هواره شي ،،

سپريم کورټ پروسږ کال د دیسېمبر په ۲۱ نيټه د اوګرا سي اين جي نرخونو په اړه نوې فارموله رد کړې وه او ورته يې هدايت کړی وو چې نوې فارموله دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

XS
SM
MD
LG