د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کریکېټ ملي لوبډله ورزشي لوبې کوي



د افغانستان د کریکېټ بورډ چارواکي وايي،چې د کریکېټ ملي لوبډلې د نړیوالو سیاليو لپاره د چمتوالي په موخه ورزشي لوبې پیل کړې دي.

د کریکېټ بورډ ویاند فرید هوتک مشال راډيو ته وویل،دا چې د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار هوا مناسبه ده او دلته د کریکېټ نړیوال میدان هم جوړ شوی دی،نو ځکه د کریکېټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په ننګرهار کې دي او له ډیر وخته راهیسې خپلې ورزشي لوبې کوي.

نوموړی وايي دوی په پام کې لري،چې د افغانستان د ملي لوبډلې او (اې) لوبډلې ترمنځ درې یوه ورځینی دوستانه سیالی هم ترسره کړي،چې لومړی لوبه يي نن د چهار شنبې په ورځ پیل شوه.

((زموږ ملي لوبډله له ډیر وخت راهیسې په ننګرهار کې تمریناتي لوبې کوي،چې اوس د جنوری په دویمه باندې د افغانستان د ملي ټیم او اې ټیم ترمنخ یوه ورځينې لوبې هم پیل شوې،چې ټولې درې لوبې به سره ترسره کړي))

د افغانستان د کریکېټ بورډ د لوړومهارتونو د څانګې مشر بشير ستانکزی وایی،له دې تمریناتي لوبو وروسته افغان ملي لوبډله به پاکستان ته ځي، چې په لاهور کې د پاکستان د کریکېټ له بیلابیلو لوبډلو سره سیالۍ وکړي.

د ستانکزي په خبره د پاکستان کریکېټ بورډ چارواکو هم ورسره منلې،چې ورشي او د یوې میاشتې په اوږدو کې هلته سیالۍ ترسره کړي.

((ددې لپاره،چې زموږ ملي ټیم خپلې راتلوونکو نړیوالو لوبو لپاره تیاری ونیسي له دې وروسته به پاکستان ته ځو او هلته د پاکستان د کریکېټ بورډ چارواکو هم راسره منلې ده،چې په لاهور کې د هغه هیواد بیلابیلو لوبډلو سره لوبې ترسره کړي،چې دا دواړو ټیمونو لپاره ګټور وي او یو دبل نه به تجربې ترلاسه کړي))

د نوموړي په خبره دغه سیالۍ د دواړو هیوادونو لپاره ګټورې دي او له دې لارې به د دواړو هیوادونو لوبډلې خپلې تجربې سره شریکې کړي.

د افغانستان د کریکېټ بورډ د چارواکو په خبره په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د کریکېټ ملي لوبډله ډيرې مهمې نړیوالې سیالۍ لري،چې ټاکل شوې ده لومړی سیالۍ د روان کال د مارچ د میاشتې پر دريمه نېټه د سکاټلینډ هیواد له لوبډلې سره ترسره شي.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد

XS
SM
MD
LG