د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ برید: د غیرسرکاري ادارې ۷ کارکونکي ووژل شول




د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې وسله والو د یوې غیر سرکاري ادارې اووه تنه کارکوونکي په ډزو ووژل.

ځايي سرکاري چارواکي وايي، په وژل شويو کې یې شپږ ښځې او یو يې نارینه دی.

د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې د”اجالا“ په نامه د د یوې غیر سرکاري ادارې دغه کارکوونکي په یوه کلیوالي سیمه کې له ښوونځي تر کتنې وروسته بیرته د ښار پر لور روان ول چې دشیر افضل بانډې په حدودو کې پرې ډزې وشوې.

د صوابۍ د امنيتي چارو مشر افسر عبدالرشید له سیمې په تلیفون مشال راډیو ته وویل، چې په وژل شویو ښځو کې يې پنځه يې ښوونکې او یوه يې نرسه وه، چې ټولې د همدې مرستندویه خییره ادارې کارکوونکې وې:

(د”اجالا“ نومي ادارې کارکوونکې، چې په خپل موټر کې سپرې وې همدا چې شیرافضل بانډۍ نومي سیمې ته رسیدلي نو ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې کړي او ځای پر ځای يې وژلي دي.
په دې حمله کې د هغوی نارینه موټر چلوونکی ټپي دی)


ویل کیږي، چې ”اجالا“ اداره په صوابۍ کې د بې وزلو او له زده کړو پاتې نجونو او میرمنو لپاره څو ښوونځي جوړ کړي او په سلګونو نجونې پکې زده کړې کوي.

په سیمه کې د پولیسو تحقیقاتي افسر ذوالفقار خان په تلیفون مشال راډيو ته وویل، چې که څه هم صوابۍ د خیبر پښتونخوا تر ټولو خوندي سیمه ګڼل کیږي، خو دا حمله په یوه نسباً لرې پرته سیمه کې شوې:

(نن ماسپښين دوه بجې دغه حمله شوې خو تراوسه لا هیڅ معلومات نه لرو چې حمله به چا کړې وي، د پيښې یواځنی شاهد ددوی موټر چلوونکی دی چې دا وخت په ټپي حالت کې په روغتون کې بستری دی.
صوابۍ نسبا خوندي سیمه ده او تر اوسه هیڅ کومې موسسې موږ ته د امنيتي ستونزو په باب څه ندي ویلي)

امنيتي چارواکي وايي سره له دې چې په دې وروستیو کې ځينې مرستندویه ادارې د وسله والو له خوا ګواښل شوي، خو دغې ادارې په دې باب دوی ته هیڅ ډول شکایت نه و کړی او دوی نه پوهیږي چې دا کار به چا کړی وي.

په صوابۍ کې د مرستندویه ادارو دغه کارکوونکې په داسې حال کې وژل کیږي، چې تیره میلادي میاشت په کراچۍ او د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د پولیو یا د ګوزڼ ضد کمپاین پر کارکوونکیو ورته حملې وشوې، چې د نجونو په ګډون یوشمیر کارکوونکي يې ووژل شو.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت نادولتي او د خیر ښیګړې ادارو ته ډاډ ورکړی چې امنیت ته به يې سنجیده پاملرنه وکړي، خو دغو پيښو نه یواځې دغه ادارې بلکې ځايي خلک هم اندیښنمن کړي او ویره لري چې د دغې لړۍ دوام به دوی له ډيرو وړیا اسانتیاوو څخه بې برخې کړي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG