د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلنټن ناروغه ده





نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د ویاند له خولې لیکي چې نوموړې دا مهال په روغتون کې ده او داسې دوا ګانې ورته ورکول کېږي چې د هغې په وینه کې موجوده ټوټه ویلي کړي.

په تېرو اوونیو کې هیلري کلنټن په ډېرو ولسي غونډو کې برخه وا نه خیسته ځکه چې د سر ټپ یې درلود.

د اتوار پر ورځ چې د هغې معاینه کېده نو ډاکترانو یې په وینه کې یوه ټوټه یا ټکړه پیدا کړه.

د هیلري کلنټن ویاند فېلېپ راینز وايي، تر دوو ورځو پورې به د هغې درملنه او روغتیايي حالت څارنه کېږي.

تر دې وروسته به ډاکتران پرېکړه کوي چې ایا د هغې نورې درملنې ته ضرورت شته او که نه.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو وزیرې ملګري وايي چې کله هیلري کلنټن د ډېسېمبر په میاشت کې اروپا ته تللې وه نو له هغه ځایه له راتګ سره ناروغه شوه.

د هغې په معدې کې مېکروب یا جراثیم ول. د دې له کبله د هغې په وجود کې اوبه ختمې شوې وې او یوه ورځ پر هیلري کلنټن سر وګرځېد او پرېوته. د دې له کبله د نوموړې سر خوږ شو او مغزو یې ټکان یا جټکه وخوړه.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، کله چې دا پېښه کېده نو هیلري کلنټن په واشنګټن کې په خپل کور کې یوازې وه.

د ناروغۍ له کبله نوموړې مراکش ته خپل سفر هم و نه کړ او په کانګرس کې هغې اورېدنې ته هم حاضره نه شوه چې په لیبیا کې پر امریکايي سفارت د حملې په اړه کېده.

هیلري کلنټن د جنورۍ په میاشت کې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه خپله دنده پرېږدي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، ډېری کسان فکر کوي چې هیلري کلنټن به د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشریزو انتخاباتو له پاره د ډیموکراټ ګوند له خوا کاندیده شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG