د لاسرسي ځای




د پاکستانیو امنیتي ځواکونو استخباراتي ادارې چارواکي او آزادې سرچېنې وايي، د شمالي وزیرستان د مرکز میرام شاه د پېر کلي په سیمه کې له سړک غاړې سره په ګولیو ویشتل شوي اته ( ۸) مړي موندل شوي دي.

دغه سرچینې وايي، د وژل شویو مړي، له میرام شاه بازاره ۱۵ کلومیټره ختیځ پلو د ایشا چېک پوسټ نه لاندې د پیرکلي پر مقام له سړک غاړې سره د شپې مهال غورځول شوي دي.

امنیتي سرچینې د وژل شويو شمېره نهه تنه ښيي. چې د دوی په وینا د سهېلي وزیرستان اوسېدونکي دي. خو دا یې نه وویل چې وسلوال طالبان دي که ځايي خلک. په سیمه کې عیني شاهیدونو هم په بنو کې د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر ته وویل، چې وژل شوي کسان د سهیلي وزیرستان سره اوسېدونکي دي.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان مشال راډيو ته له یوه نامالومه ځایه په خپلو خبرو کې وويل چې وژل شوي کسان د دوی ملګري ول، چې په بېلا بېلو سیمو کې له نیول کېدو وروسته سرکاري امنیتي ادارو وژلي دي.

XS
SM
MD
LG