د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د وسله والو مهم قومندان نيول شوی



په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ايساف) وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يې عمليات کړي دي. او د وسله والو طالبانو يو لوړ پوړی قومندان يې ژوندی نيولی دی.

بهرنيو سرتېرو په يوه لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي دي چې په عملياتو کې ورسره افغان سرتېرو هم برخه اخيستې ده.

د دوی په خبره نيول شوی کس د طالبانو لوړ پوړی قومندان دی چې پر افغان او کورنيو سرتېرو په بريدونو سربېره به يې خلک هم تښتول.

دوی وايي د عملياتو پر مهال دوه تنه نور مشکوک وسله وال هم نيول شوي دي.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال هم پېښه تاييدوي خو وايي په اړه يې نور مالومات لري.

دی وايي عمليات د اندړو ولسوالۍ په شېر کلا سيمه کې شوي دي.

(( دا عمليات په شېر کلا کې شوي دي. دوه نفره يې وړي دي. دغه يو يې مشر دی، مونږ دومره مالومات نه لرو چې دا رښتيا هم غټ قومندان وو که نه خو د سيمې له خلکو چې ما پوښتنه کړې هغوی وايي چې دې سړي له طالبانو سره ډېره زياته راشه درشه درلوده))

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سږ کال په لومړيو کې د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون وکړ چې تر اوسه يې خپل لسګونه کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي. او تر یو زرو زيات هغه دوکانونو يې هم بېرته پرانيستي چې طالبانو تړلي وو.

سید شاه سقیم مشال راډیو غزنی

XS
SM
MD
LG