د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشیر بلور د مرګ پایلې


بشیر بلور
بشیر بلور


له پاکستانه خپرېدونکې، ډان ورځپاڼه کې خادم حسين ليکي چې د دسمبر په ۲۲ تاريخ په يو بريد کې د خیبر پښتونخوا مشر وزير، بشير بلور وژل کېدو يو ځل بيا دا موقعه برابره کړې چې د پاکستان امنيتي ادارې د ترهګرۍ په وړاندې ټينګ ګامونه واخلي، عام خلک د سخت دريځۍ له قبلولو انکار وکړي او سياسي ګوندونه د ترهګرو په وړاندې په يوه اواز مبارزه وکړي.

ډان ورځپاڼه ليکي چې د دسمبر په ۲۲ تاريخ د پيښور په قصه خوانۍ کې شوی زړه لړزوونکی بريد بايد د پاکستان، د ډيموکريټيکو سياسي خوځښتونو، پاکستاني ټولنې او په خاصه توګه د پښتنو لپاره يو فیصله کنه مرحله وي.

ليکوال ليکي په هغه بريد کې د خیبر پښتونخوا مشر وزير ، د عوامي نیشنل پارټۍ يو تکړه مشر او پر پيښور فخر کوونکی، بشير بلور او ډير نور ډير کسان ووژل شو. د هغه په وينا بريد ثابته کړه چې ترهګرو د يو بل سره په نظرياتي او سټريټيجيک توګه لاسونه يو کړي. د دوی د بريدونو د طريقو بدلولو له وجې ډيرې پوښتنې راپورته شوي.

ډان ورځپاڼه ليکي چې آيا د پاکستان امنيتي ادارې به اوس خپلې پخوانۍ پاليسيانې بدلې کړي او آيا د يو عام سړي په وړاندې به سامراجي سوچ پريږدي؟ آيا دوی به لا هم عام خلک د طالبانو له خوا د مذهب په غلط استعمال سره همداسې د هغوی يرغمل پريږدي او که نه ازاد به يې کړی؟

ليکوال وايي د دې سوالونو په جوابونو سره به ډيرې هغې خبرې واضحه شي چې پاکستان ته د مذهبي اورپکو له خطر سره تړلي دي. د هغه په وينا په داسې حال کې چې ډير عام خلک د وسله والو بريدونو ته د کرکې او نفرت په سترګه ګوري، د پاکستان امنيتي ادارې او مذهبي ګوندونه دغسې نظر نه لري. په مقاله کې راغلي چې دغه نظر بايد د ترهګرۍ د شکست لپاره اخيستونکو قدمونو کې د لومړي قدم په توګه، تبديل شي.

خادم حسین ليکي، چې د سخت دريځۍ او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د شريک کار په مقصد بايد د پاکستان ټوله ټولنه او په ځانګړې توګه پښتانه دا پوښتنه جواب کړي چې آيا هغوی غواړي د دوی د ژوند طريقې، کلتور او رواجونه دې د سخت دريځو په لاس يرغمل شي؟ ليکوال ليکي چې د ټولنې ښه راتلونکې به دې پوښتنې ته د سم ځواب ويلو په بنياد ټاکل کيږي.

په مقاله کې راغلي چې د سخت دريځۍ او ترهګرۍ د جرړو ویستلو لپاره د امنيتي ادارو د پالیسيانو د بدلون او د عامو خلکو د ودريدو ترڅنګ د سياسي ګوندونو واضحه دريځ هم ضروري دی. ليکوال ليکي چې ټول سياسي قوتونه بايد په يوه خوله د ترهګرۍ خلاف غږ پورته کړي او په شريکه دې يې مخې ته ودريږي.

XS
SM
MD
LG