د لاسرسي ځای

تازه خبر

"منځنۍ پښتونخوا(فاټا) دې خپله اسمبلۍ ولري"


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی



خالد خان مشال راډيو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، که پاکستان په منځنۍ پښتونخوا ( قبایلي سیمو) کې امن غواړي، نو په کار ده چې له دې خاورې ټول بهرنیان وباسي. د قبایلي ولس په خوښه د یوې ځانګړې اسمبلۍ له سازولو سره سره دې له فاټا څخه ګورنر هم د قبایلي سیمو په خوښه وټاکل شي.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د خپل ګوند یوې صوبايي جرګې ته په وینا کې محمود خان اڅکزي وویل، چې قبایلي ولس او پښتانه ترهګر نه دي بلکې د دوی په ځمکه له بهرنیو هېوادونو مېلمانه رواړل شوي دي، هغوی ته ټوپک او روزنه ورکړل شوې ده. او همدا خلک په ټوله سیمه کې ترهګري کوي او د خلکو وینې تویوي.

نوموړي وويل، چې د قبایلي ولس لپاره د پاکستاني سرکار له خوا اصلاحات کافي نه دي، او فاټا ولس غواړي چې دوی دې هم د ملک په پراخ سیاسي بهیر کې پوره پوره ونډه ولري.

محمود خان اڅکزي وویل،(( دا مېلمانه دې رخصت کړل شي، بیا دې پاکستاني پوځونه سره د نورو بلاو له فاټا څخه راووځي. فاټا دې د فاټا و خلکو ته حواله کړي. اوس یې د اصلاحاتو په نوم فاټا ته یوه بله تلکه جوړه کړې ده. چې وايي، اېف سي آر به لرې کړو، بیا به تاس ته انتخابات درکړو. انتخابات مانا دا چې دا اوه(۷) اېجنسۍ نورې ګېرول دي. موږ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د دې مذاکراتو برخه نه یو. زموږ ګوند دا وايي، چې فاټا ته دې دا اختیار ورکول شي، چې دوی دې په خپلو رایو یا ووټونو خپل ګورنر وټاکي. فاټا ولس دې رایې (ووټونه) واچوي، په دوی کې جرنېلان شته، کرنېلان شته، پوهان خلک په کې شته، انجنېران شته، منتخیب ګورنر دې بیا د پاکستان له ولسمشر(صدر) سره خبرې کوي. چې اېف سي آر لرې شو. دوی دې بیا د خپلې اسمبلۍ لپاره رایې واچوي. د فاټا دې خپله اسمبلۍ وي، جرګه نوم ورکوي، که هر نوم ورکوي.)

محمود خان اڅکزي زیاته کړه، چې د پښتنو جرګه، هوجره او سکولونه محفوظ نه دي او په کار ده چې ټول پښتانه مشران، عالمان، سیاسي مشران، او مېډیا یو آواز شي او د پښتنو په سیمه د دغه جنګ جګړو لاره په ګډه ونیسي.

(( وروڼو، نه زموږ د وطن هوجرې محفوظه دي، نه زموږ د وطن جنازې محفوظه دي. نه زموږ د وطن جوماتونه خوندي دي. د قام په حثییت، زه یوازې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د هغې کارکنان نه یادوم، زموږ د قام یو داسې خطرناک حالت دی او په کار دا ده چې زموږ د قام هر هغه انسان، هر هغه افغان، هر هغه پښتون، چې په دې وطن کې یې کور وي، په دې وطن کې یې ګور وي. او د دې وطن په غم ځان غمجن بولي، هغه که په هره سیاسي پارټۍ کې دی، که په قامي توګه موږ لاس سره ور نه کړ. موږ ټول قام، قلم، کاغذ، علم، توره ، جرات، مېړانه سره شریکه نه کړه. موږ دا خپل قام دا وطن له دې بده نه شو ژغورلای. زموږ له خداییه سره دا وعده ده، تاسو به ګواهان یاست، چې هر څه پېښېږي، د وطن په ننګ ، د وطن پر شرم چې هر څه تاوان پېښېږي، موږ هغې ته تیار یو.))

محمود خان اڅکزي وویل، ترهګر یا دهشت ګرد هر هغه کس ګڼل کېږي، چې د ټوپک په زور خپله خبره په خلکو مني. ده وویل په کار ده د پاکستان سرکار، له افغانستان، هندوستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره خپلې اړېکې ښې کړي. او بیا په خصوصي توګه له کابل سره د امن آشا پیل کړي.

(( امن کې آشا داسې نه شي کېدلای، و د خدای دوستانو، امن کې آشا که څوک کوي، هغوی به یې له کابله راشورو کوي، له کابله به امن شورو کېږي، ډیلي ته به رسېږي، زه دوی ته تجویز ورکوم، خواست ورته کوم، چې له کابله د امن راغوړېدونکې اشا(هیله) به په ډیلي کې د امن په باشا(ژبه) بدله شي.دا څرنګه کیسه ده، چې له چا سره چې دې بدي کړېده، له هغوی سره امن جوړوې، او هییه وطن(افغانستان ) ته دې ګولۍ نیولې دي.))

محمود خان اڅکزي وویل، په کراچۍ کې په کار ده چې انتخابي اصلاحات وشي، او د انتخابي حلقو بیا حلقه بندي وشي، نو بیا به پښتانه پینځه د قامي او دولس د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ خامخا ګټي.

XS
SM
MD
LG