د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې نظیر بو ټو په دې خبر وه، چې دا وژل کیدای هم شي


ژباړه: هارون باچا
سرچینه: خلیج ټایمز


خليج ټايمز ورځپاڼې د امريکايي خبريال او ليکوال ايريک مارګوليس مقاله خپره کړې ده. نوموړی ليکي، تر هغې چې د بی نظير بوټو ما ته ليکلې د نوي کال مبارکي زما دفتر ته راورسي، زما دغه پخوانۍ ملګرې وژل شوې وه.

مارګوليس ليکي، بی نظير بوټو، چې دوه وارې د پاکستان وزيراعظمه جوړه شوې وه، پينځه کاله د مخه د دې هېواد په راولپنډۍ ښار کې د انتخاباتي کمپاين پر مهال ووژل شوه.

د ليکوال په خبره، له يوې خوا که بی نظير بټو په خپلو ملاتړو ډېره ګرانه وه او د پاکستان يوه ژغورونکې يې ګڼله، نو له بلې خوا د دې مخالفانو له نوموړې سره نفرت کاوه او دا او د دې خاوند اصف علي زرداري يې په اداري فساد او د امريکا لپاره په ايجنټۍ تورنول.

ليکوال زياتوي، د خواشينۍ خبره دا ده چې له پينځو کالونو تېرېدو وروسته، چې په دغه ټوله موده کې هم د بی نظير پيپلز پارټي په اقتدار کې پاتې شوې، لا هم د نوموړې د وژونې تر شا پټ لاسونه نه دي ښکاره شوي.

په مقاله کې راغلي، د بی نظير د وژنې د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې په خپل رپوټ کې وويل چې د پرويز مشرف حکومت د هغې د امنييت لپاره مناسب ګامونه نه وو پورته کړي. په مقاله کې دا هم ويل شوي چې واشنګټن غوښتل د مشرف پر ځای بی نظيره د پاکستان مشره جوړه کړي.

ليکوال مارګوليس وايي، له بی نظير بوټو سره يې په لومړي ځل د خپل يو شريک ملګري د واشنګټن په کور کې وليدل. دا د ۱۹۹۰ مې لسيزې د پيل کالونه ول، چې نوموړې جلا وطنه شوې وه، پيسې ورسره هم لږې وې او د راتلونکې په اړه نهيلې هم وه.

نوموړي له بی نظير سره د لندن او د کاناډا د ټورانټو ښار د خپلو ملاقاتونو په اړه هم ليکلي دي. دی وايي موږ دواړو به په دې خبره چې څه رنګه د پاکستان د اوږدې مودې مسالې حل کېدای شي، اوږده بحثونه کول.

د ليکوال په وينا، د وروستي ځل لپاره يې له بی نظير سره هغه وخت د لندن په يوه هوټل کې وليدل چې د پاکستان هغه سفر ته يې تاياری کاوه چې د هغې لپاره مرګونی ثابت شو.

ليکوال زياتوي، له بی نظير سره د دې امنيتي سلاکار او د اوسني پاکستان يو بانفوذه سړی رحمان ملک او د نوموړې ځوی بلاول هم ول. ليکوال کاږي، بلاول چې هغه وخت يې خبرې نه شوې کولې او شرمېده، دا مهال روزنه ورکول کېږي چې د ۲۵ کالونو شي او د وزيراعظمۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي.

امريکايي خبريال مارګوليس ليکي، بی نظير ما ته په واضح ټکو کې ويلي ول چې د ولسمشر پرويز مشرف طاقتور پنجابي ملاتړي يې د وژلو پلان لري. نوموړی زياتوي، له مشرف سره مې په ۱۹۹۹ کال کې مرکه وکړه چې په کې ده د بی نظير له وژنې سره هر رقم تعلق رد کړ. د مارګوليس په خبره، مشرف او امريکا د نوموړې د وژنې لپاره د لښکر جهنګوي او القاعده ترهګر تورن کړل.
XS
SM
MD
LG