د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د جورجیا یو عسکر وژل شوی


هغه جورجیايي سرتېرى چې تېره اوونۍ د افغانستان په جنوب کې ورک شوى وو، مړ موندل شوى دى.
دغه سرتېرى د دسمبر پر١٩مه ورک شوى وو. د جورجیا د دفاع وزير ايراکلي السانيا وايي، د دې پوځي مړى پرون موندل شوى، نوموړي د سرتېري د وژل کېدو په اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي.
له دې سره په تېره درو کالونو کې په افغانستان کې د وژل شويو جورجیايي پوځيانو شمېر ١٩ ته رسېدلی دی. جورجیا د ناټو غړى هېواد نه دى، خو په افغانستان کې تر ١٥٠٠ زيات سرتېري لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د جورجيا ولسمشر ميخايل ساکاشويلي راتلونکې ګل په ورځ افغانستان ته سفر وکړي او په هېلمند ولايت کې د نوي کال د لمانځلو پر مهال له خپلو پوځيانو سره وګوري.
د یوه بل خبر تر مخې، په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه وايي، د هیواد په جنوب کې یې یو سرتېری په بمي چاودنه کې وژل شوی دی. په دې اړه نور هیڅ تفصیل نه دی ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG