د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ کې په شیعه زیارت کونکو برید،۱۹کسان وژل شوې


دبلوچستان په مستونګ سیمه کې د شیعه زیارت کوونکو پر موټر برید شوی، چې په کې د امنیتي چارواکو په وینا ۱۹ کسان وژل شوي، او تر شلو زیات نور ژوبل شوي دي. ددې پېښي مسوولیت کومې ډلې قبول کړی نه دی.

د مستونګ سیمې امنیتي چارواکي وايي، په درینګړ سیمه کې پر هغو دریو بسونو برید شوی، چې پکې شیعه زیارت کوونکي له کوټې څخه تفتان ته پر لاره وو. د چارواکو په خبره په ددې دریو بسونو په لومړي بس په يوه کرولا ډوله موټر کې د چاودېدونکو توکو په مټ برید شوی، چې ددوي په خبره تر څلوېښتو زیاتو کسانو ته يي مرګ ژوبله اړولې. د مستونګ سیمې نایب تحصیلدار هاشم مشال راډيو ته وویل، له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري، چې دا ځان مرګی برید وو.

((دا پېښه خاص له درینګړ تاڼې سره څيرمه له ګریډ سټیشن سره رامنځته شوې. چې اوس پکې د وژل شویو شمیر نولسو ته رسېدلی دی. او تر شلو زیات ټپيان دي. له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري، چې دا ځانمرګی برید دی. دا زیارت کوونکي له کوټې تفتان ته روان وو، چې زموږ د لیویزو دوه موټر د حفاظت لپاره هم ورسره وو))


که څه هم هاشم ددې برید په اړه وايي؛ چې ځانمرګی وو، خو د بلوچستان د کورنیو چارو سیکريټري اکبر حسین درانی بیا وايي، چاودېدونکي توکي په يوه کرولا ډوله موټر کې ځاي پر ځاي شوي، چې د ریموټ کنټرول له لارې چاودل شوي دي. د مستونګ ددې پېښي مسوولت لاهم کومې ډلې قبول کړی نه دی، خو په تیر وخت ددغه ډول پېښو مسوولیت وسله والې ډلې لشکر جهنګوي پر غاړه اخیستی.
XS
SM
MD
LG