د لاسرسي ځای

۲۱د لیویز تښتول شوې سرتیرې وژل شوې،طالبانو پړه منلې


بیګا د خيبر پښتنونخوا پيښور سره نزدې تښتول شویو ۲۱ لیوي ځواک سرتيرو مړي موندل شوي دي. دغه سرتيري د روانې میاشتې په ۲۷ نيټه تښتول شوی وو.

د پېښور نیم قبایلي سیمو مرستیال پولیټیکل اېجنټ نويد اکبر ويلي دوی د ۲۱ امنيتي سرتېرو مړي چې په ډزو ويشتل شوي وو، له یوې شړي سیمې نه موندلي دي. د ده په وينا يو سرتيري ژوبل وو او د درملني لپاره يې روغتون ته رسولی دې. دی زياتوي، په دغه سرتېرو کې یو بل له وسله والو نه په ژوبل حالت کې په تېښته بریالی شوی دې.

د پيښور مرستیال کمشنر حبیب الله عارف وایې، د لیویز سرتیرو لاسونه تړل شوې وو، او د خالي او اتوار په منځنۍ شپه خواو شاه دولس بجې دوی ته دا خبر راغی ، چې وسلوالو تښتول شوې لیویز عسکر وژلې دي.

حبیب الله عارف وایې د دوو ژوبلو عسکرو درملنه روانه ده، چې د یو حالت اوس هم له خطرې بهر ندی. مرستیال کمشنر حبیب الله دا هم وایې د دغه سرتیرو د خلاصولو لپاره یوه جرګه هم روانه وه، چې پکې د سیمې ځایې مشران او د دغه لیویز کورنۍ هم شاملې وې.

وسله والو د زیارت پر ورځ د پېښور په نیمه قبایلي سیمه کې پر درې امنیتي پوستونو بريدونه کړي وو او ۲۳ سرتيري يې نيولي وو. وروستو تحریک طالبان پاکستان دره ادم خیل د دغه پیښې پړه منلې وه.
يو بل چارواکی ګل شهزاد وايي چې طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخستي ده.
XS
SM
MD
LG