د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د ډېسېمبر ۲۹مه)


ژباړه: فرخنده وزیر

واشنګټن پوسټ لیکې، د پاکستان د ارټس یو مشهور کالج دا وخت له هغې وروسته تر سختو نیوکو لاندې راغلی ، چې د دغه کالج ذدهکونکو په خپله مجله کې داسې انځورونه خپاره کړې وو، چې پکې د اسلامې توندروه فکر لرونکو خلکو سپکاوی شوی وو.


د لاهور نیشنل کالج اف ارټس چې د دغه هیواد یوه مشهوره تعلیمې اداره ده، خپله مجله یې د څه مودې لپاره بنده کړې. په دغه مجله کې د نیشنل کالج اف ارټس یا این سي اې د زده کونکو د هغه پینټیګز تصویرونه راغلې وو، چې پکې د سخت دریزو ملایانو سپکاوی شوی وو.
ورځپاڼه لیکې دغې تعلیمې ادارې ته د مذهبې توندروه ډلو لخوا د دړکو وروستو نه یوازې د این سي اې انتظامیې خپله مجله بنده کړه، بلکې د دغې چلونکې انتظامیه یې هم معطله کړې. خو اوس هم دا خبره د بحث لاندې ده، چې ایا د دغه تصویرونو د خپرولو سره د این سي اې انتظامې د مذهب سپکاوی کړی او که نه.

واشنګټن پوسټ لیکې د دې نه دا هم ثابتیږی ، چې په پاکستان کې په ځینو مسلو د بحث لپاره ټولنه څومره لږ ځای لري. او بیا د یوې داسې تعلیمې ادارې چې د دغه هیواد د ازاد خیاله خلکو نمایندګي کوي، په اړه یې ټولنه د مذهب سره په تړاو لرونکو شیانو او خلکو د بحث لپاره ډیر تنګ نظر لري.

جماعت دعوی چې د وسلوالې جهادې ډلې لشکر طیبه سره تړاو لري، په خپل یو بیان کې این سي اې ته وییلي، باید دغه کالج د داسې تصویرونو په شایع کولو معافي وغواړي، او د خپلې مجلې نه داسې ټول مواد لرې کړي، چې پکې په مذهبې خلکو پورې خندا شوې وې.

د دغه مجلې یو انتظامې مشر وایې ، دوی ته ګڼ شمیر داسې پیغامونه هم راغلې چې پکې دړکې ورکړل شوې دي. په تیر کال کې په پاکستان کې اورپکو دوه سیاسي مشران په دې ووژل ، چې د دغه هیواد د توهین رسالت په قانون کې یې د بدلون خبره کړې وه. په دغه قانون د بشرې حقوقو لپاره د کارکونکو ادارو لخوا داسې نیوکې کیږی، چې په پاکستان کې د مذهبې لګکیو خلاف استمالیږی، او یا هم د بدل اخیستلو په مقصد بې ګنا خلک نیول کیږي.

اخوا نیویارک ټایمز لیکې، د افغانستان ماریه بشیر چې د دغه هیواد په ۳۴ و ولایتونو کې یوازینې داسې سرکاري ښځه وکیله ده، چې په دغه هیواد کې کار کوي، د یو شمیر مسلو او چیلنجونو سره مخامخ ده.
۴۲ کلنه ماریه په افغانستان کې دښځو د حقوقو لپاره کار کوي، وایې دې ته څو وارې دړکې ورکړل شوې، حملې پرې شوې دی، چې دا خپل کار پریږدي، ځکه چې په دغه هیواد کې د ښځو کار ته ښه نه کتل کیږي.

ماریه بشیر ته تیر کال د امریکا د حکومت لخوا د نړۍ د بهادرې ښځې جایزه هم ورکړل شوې وه. ماریه د هغه ښځو لپاره کار کوي، چې د یو شمیر اخلاقې جرمونو له کبله په جیلونو کې د قید ژوند تیروي. ماریه بشیر غواړي، د افغانستان په قانون کې د ښځو په اړه بدلون راولې. په دغه هیواد کې ښځې د یو شمیر ټولنیزو مسلو سره وړاندې دي، او اکثره په زور ناوړه کارونو ته مجبورولی شي، او که چیرې یوه ښځه انکار وکړي، نو په هغې د بدکارۍ تور ولګول شي، او دا شان د جیل د تورو دروازو شاته ولیږل شي. ماریه وایې په دغه هیواد کې جهادي خلک او ملایان د یوې ښځې په جامه پیزار او او خبرو باندې تنقیدونه کوي، او داسې یوه موقه هم له لاسه نه ورکوي، چې له عمله ترې یو کارکونکې او یا هم یوې عامې ښځې ته زیان ورسیږي.

د بشرې حقوقو په ادارو کې کارکونکې ښځې وایې، هر کال په دغه هیواد کې د ښځو سره زیاتی او تشدد ښکاره کوي، ښځي په افغان ټولنه کې د څومره مشکلاتو سره په جنګ دي، او څومره غیر محفوظه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG