د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د برېښنا نه شتون او د خلکو ستونزې


داود تپان

ګردېز - د افغانستان پکتيا اوسېدونکي شکايت کوي چې د برېښنا د نشتوالي له امله يې په برېښنا پورې تړلې ورځني کارونه له ځنډ او خنډ سره مخامخېږي.


د دې ولايت سوداګر په دې نظر دي که چېرې يې په ولايت کې د برېښنا اسانتيا پیدا شي دوی به ډېرې هغه فابريکې چې په ګاونډي هیواد پاکستان کې يې لري دلته را ولېږدوي.

د پکتيا اوسېدونکي وايي چې له څو کالونو راهيسې ولايتي اداره ژمنه ورسره کوي چې د اسيايي بانک په ځانګړې شوې بوديجه به دې ولايت ته د انتقالي برېښنا مزي غځوي خو لا هم دا کار نه دی شوی.

سره له دې چې د اسيايي بانک له خوا سوېل ختيځ زون (پکتيا، پکتيکا او خوست) ته د انتقالي برېښنا د مزو غځولو په خاطر نېږدې (۱۰۰) ميلیونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي خو له څو کالونو راهيسې لا هم ولايتي او مرکزي اداره په دې نه ده توانېدلې چې د انتقالي برېښنا د مزو په غځولو د دې ولايت د خلکو ستونزې هوارې کړي.

ولايتي چارواکي وايي چې په بیا بیا يې د اوبو او برېښنا له وزارته د انتقالي برېښنا د مزو غځولو او دې پروژې د پلي کېدو غوښتنه کړې خو لا هم وزارت په دې برخه کې جدي ګام نه دی اخيستی.

د پکتيا اوسېدونکو شکايت دا دی چې په ولايت کې يې د برېښنا نشتوالي له امله ورځني کارونه له ځنډ او خنډ سره مخامخېږي د ګردېز ښار څو اوسېدونکي وايي:

((نامه مې قدرت الله ده، په ګردېز کې دوکان لرم، کارونه مو د برق له لاسه خراب دي، يو يونټ په څلوېښت افغانۍ راکوي، د مياشتې درې څلور زره افغانۍ په يوه ګروپ اخلي دې ته برق نه وايي د خلکو شکونه ده.))

((زما نوم نور محمد احمدزی دی د الکټرونيکس دوکان لرم، ډېر وخت کيږي، چې د برق وعدې کيږي خو لا هم برق نه شته او د ورځې په جنراټور تقريباً اووه اته سوه افغانۍ مصرفوو.))

نه يوازې دا چې د ګردېز ښاريان د برېښنا نشتوالی د ځان له پاره ستونزه ګڼي، د دې ولايت هغه سوداګر چې په ګاونډي هيواد پاکستان کې سترې فابرېکې لري وايي که چېرته يې په ولايت کې برېښنا وي ښايي دوی خپلې فابرېکې دې ولايت ته را انتقال کړي.

د پکتيا سوداګرو په پکتيا کې د قوي برېښنا د نشتوالي له امله د هيواد په نورو ولايتونو او ګاونډي هيواد پاکستان کې خپلې سرمايې لګولې او فابرېکې يې جوړې کړې، د سيمې اوسېدونکي وايي که چېرته دلته قوي برېښنا وي ښايي سوداګر يې په خپل ولايت کې فابرېکې جوړې او د دې سيمې بې کاره خلکو ته کار پيدا او اقتصاد يې لا وغوړيږي :

((دا اوس زه داسې کسان پېژنم چې د پاکستان په لاهور کې غټې،غټې کارخانې لري، که برېښنا وي دوی خپل ولايت ته دغه فابرېکې را ارا انتقالوي، او د دې په انتقال په ولايت کې خلکو ته هم کار پيدا کيږي او هم د خلکو اقتصاد ښه کيږي.))\

يو بل تن :

((د دې ولايت په سلو کې اتيا خلک ډېره سرمايه لري په خپل ولايت کې کار ځکه نه شي کوای چې برېښنا نشته او د برېښنا نشتوالي له امله دوی مشکل لري، که چېرته برېښنا وي د دې ولايت ټول خلک به فابرېکې جوړې کړي هم به د خلکو کار شوی وي او هم به ولايت او هيواد اقتصادي پرمختګ کړی وي.))

په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون له پاره د برېښنا ريس لعل الدين واي چې د دوی کارونه تر ډېره برېده بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به د انتقالي برېښنا د مزو د غځېدو چارې پيل شي.

نوموړی وايي چې د ولايتي ادارې په همکارۍ يې د انتقالي برېښنا راوستو په خاطر په ولايت کې يوه اندازه ځمکه هم پيدا کړې څو خپل لومړني پروګرامونه پکې پلي کړي:

((موږ د ولايت په همکاري دومره کار کړی دی چې ځمکه مو پيداکړې چې سب سټېشنونه جوړ کړو، زموږ کار په کابل کې له مشکل سره مخ دی.))

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې ولايت ته يې د برېښنا د مزو غځېدو په خاطر ټولې چارې له خپل ټاکلي وخت پخوا سرته رسولې خو له کابل څخه يې لا هم د دې پروژې د پلې کېدو مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
XS
SM
MD
LG