د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه چاودنه شوې ده.

چارواکي وايي، چاودنه د ښار په کینټ سټېشن سیمه کې په مساپر وړونکي بس کې شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې اواز یې تر لرې واورېدل شو.

د پېښې ښکار شوی بس له کراچۍ د پنجاب صوبې سرګودې ته روان وو.

د چاودنې له کبله د بس شا و خوا ولاړو یو شمېر ګاډو او رېړو ته تاوان رسېدلی دی.

د کراچۍ جناح روغتون مشرې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۴۰ ژوبل شوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

د دې په خبره، په روغتون کې بېړنی حالت اعلان کړل شوی دی.

تر پېښې وروسته د بمونو نا کاره کوونکو کسان هغه ځای ته ورسېدل. امنیتي سرتېري هم د پېښې ځای ته ورسېدل او د چاودنې څرګنوالي په اړه یې شواهد ټول کړل.

د سي آی ډي پولیسو مشر د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه لا مالومات پوره ورسره نه شتته نو ځکه نه شي ویلای چې دا ترهګرۍ هڅه وه که د ګاډي سي اېن جي سیلېنډرې چاودلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG