د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګه به ۲۳ تښتول شوي پاکستاني سرتېري را خوشې کړي


غلام غوث

پېښور - د پاکستان پېښور له نیمه قبایلي سیمې د تښتول شویو ۲۳ لیوي امنیتي سرتېرو خوشې کولو له پاره د ایف آر پېښور مشرانو او پولیټیکل انتظامیې تر منځ د جمعې پر ورځ جرګه وشوه.


دا سرتېري د زیارت په مازیګر وسله والو هغه مهال له ځانه سره وتښتول چې پر درو پوستو یې حمله وکړه.

د جمعې د ورځې په جرګه کې مشران او پولیټیکل انتظامیه دواړه سره سلا شول چې د جرګې په وسیله به تښتول شوي سرتېري خوشې کوي او دا چې د سیمې اوسېدونکي باید په دې کې رول ولوبوي.

په دې لړ کې د شنبې پر ورځ د ایف آر پېښور جانا کوړ ته د ځايي مشرانو یوه جرګه هم ورځي چې د وسله والو سره د خبرو له پاره به تګلاره جوړوي.

ځايي مشرانو د جمعې پر ورځ له پولیټیکل انتظامیې د ګل تر ورځې وخت وغوښت.

د تېرې ورځې د جرګې په اړه د ایف آر پېښور مرستیال پولیټیکل اېجنټ نوید اکبر مشال راډیو ته وویل، د خالي پر ورځ په جانا کوړ کې جرګه کېږي چې د تښتول شویو سرتېرو درک ولګول شي او هغوی له وسله والو را خوشې کړل شي.


د پېښور نیمه قبایلي سیمې یوه اوسېدونکي معراج اپریدي مشال راډیو ته وویل، په جانا کوړ کې د ایف آر پېښور مشرانو په جرګه کې به یوه کمېټي جوړول کېږي چې د تښتول شویو د خوشې کولو له پاره له وسله والو سره د خبرو لارې چارې لټوي.
XS
SM
MD
LG