د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویه خبره دا ده چې طالبانو د خبرو وړاندیز منلی


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي، تر ټولو لویه خبره دا ده چې تحریک طالبان پاکستان د خبرو کولو وړاندیز منلی دی.

دی وايي، د طالبانو له خوا دا نورې خبرې چې وسله به نه ږدي او د جمهوریت خلاف دي یوازې دا ښيي چې هغوی غواړي باید کمزوري ښکاره نه شي.

میا افتخار حسین دا خبرې له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت د تحریک طالبان پاکستان مشرانو حکیم الله مسود او ولي الرحمان د هغې وروستۍ ویډیو په غبرګون کې کړې دي چې په کې هغوی ویلي له اسلام اباد سره خبرې کولو ته تیار دي خو وسله نه ږدي.

د اطلاعاتو وزیر وايي، د هیوادونو نظامونه یو دم نه بدلېږي. د ده په خبره، بدلونونه ډېر وخت اخلي.

میا افتخار حسین وايي، ریښتیا دا دي چې شریعت هم په جمهوري ډول راوستل کېدای شي او دا چې جمهوریت د اسلام نفي نه کوي بلکې د خلکو رایه تل مقدمه وي.

ده وویل، هر کله چې د خبرو اترو له پاره ناسته وشي نو بیا به پته لګي. دی وايي، د طالبانو مشرانو څرګندونې د هغوی مقاصد ښيي او دا شرایط نه بلل کېږي.

ده وویل، ملاکنډ د خیبر پښتونخوا برخه ده نو هلته د عوامي نیشنل ګوند صوبايي حکومت پخپله له طالبانو سره خبرې وکړې، عدالتي نظام یې ورته د هغوی په خوښه جوړ کړ او بیا یې عملیات وکړل.

د ده په خبره، اوس تحریک طالبان پاکستان د هیواد په قبایلي سیمو کې مېشته ډله ده او د قبایلي سیمو واک ټول له وفاقي یا فېډرالي حکومت سره دی.

د اطلاعاتو وزیر وايي، که په دې ترځ کې مرکزي حکومت له عوامي نیشنل ګونده مرسته غواړي او که کوم کار ورباندې کول غواړي نو ورته یې کوي.

د طالبانو مشرانو په تازه ویډیو کې ویلي، چې د عوامي نیشنل ګوند دا خبره چې طالبان باید وسله کېږدي او خبرې وکړي، دا یوه ټوکه ده.

میا افتخار حسین د دې په ځواب کې وویل، ((عوامي نیشنل ګوند [ټوکې] نه کوي.)) ده وویل، د دوی غړي ((سر د [لاس] په تلي کې ګرځوي)) او هره ورځ یې وینه تویېږي. دی وايي هره ورځ ((خاورو ته شهیدان)) سپاري.

دی وايي، طالبانو ته یې ویلي چې له ((تاو تریخوالي لاس واخلي)) دا یې ورته نه دي ویلي چې وسله دې کېږدي یا دې د دوی حکومت ته ورکړي.

ده وویل، د دوی د خبرې مقصد دا وو چې له طالبانو سره به هغه وخت خبرې وکړي چې هغوی تشدد پرېږدي.

میا افتخار حسین زیاته کړه، کېدای شي یا خو د دوی خبره طالبانو ته سمه نه وي رسېدلې او یا هم د طالبانو مشران د دوی په خبره نه وي پوه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG