د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګر پاکستان د تیارو او جهالت خوا ته بیايي. بلاول


بلاول بټو زرداري
بلاول بټو زرداري






د زیارت په ورځ د سند صوبې په نوډیروګړي خدابخش کې د بېنظیر بټو پنځم تلین په مناسبت جوړې شوې جلسې ته په خپله وینا کې بلاول ويل په پاکستان کې دا مهال دوه قوتونه شتون لري یو د ترهګرو پر ضد د مبارزې قوت او دويم هغه د شرپسندو پلویان دي. نومړي په طالبانو غږ وکړو

(که یو بشیر بلور مړ شو نو پر ځای به يط په زرګونو نور دغه شان خلک راوړاندې کېږي ـ که په یوه ملاله حمله کیږي نو په زرګونو نورې ملالې پیدا کیږي ،که یوه بي نظيره په نښه کیږي نو له هر کور ه بې نظیره راوځي ـ که ترهګر یوه شمع وژني نو په زرګونو نور مشالونه روښانه کیږي ـ موږ په جمهوریت یقین ساتو ـ جمهوریت تر ټولو غوره انتقام دی)

د برتانییا ټايمز ورځپاڼې کې فرانسز ايليټ هم په دې اړه ليکي، بلاول بټو زرداري ډېره موده وروسته د خپلي مور پر مزار راټول شوو څه باندې دوه لکه کسانو ته جذباتي وينا وکړه. د نوموړي مور بېنظير بټو چې کله پنځه کاله وړاندي د اوږدې مودې تر جلا وطنۍ وروسته هيواد ته ستانه شوه نو په راولپنډۍ ښار کې ووژل شول. د هغې خاوند آصف علي زرداري د خواخوږۍ د رايو له لارې واک ته ځان ورساوی چې په پاکستان کې د جمهوريت د بحالۍ لپاره يو مهم ګام ثابت شو.

ليکوال ليکي، په پاکستان کې عام انتخابات د را روان کال په پسرلي کې تر سره کيږي خو د ۲۵ کلونو عمر ته د نه رسېدو له کبله بلاول په دغو انتخاباتو کې نشي درېدلای او يوازي به په کمپاين کې مهم لوی رول لوبوي. د بريتانيې له آکسفورډ پوهنتون څخه د قانون په څانګه کې زده کړې تر لاسه کونکی ځوان بلاول په تيرو وختونو کې په سياسي ډګر کې د راتګ د فشارونو مخنيوی کوی خو اوس يې په عملي توګه په دې ميدان کې قدم کښېښودی.

د ليکوال په وينا ځيني کره کتونکي نوموړي ته د يو بهرني په صفت ګوري او وايي چې د پاکستان د عام ژوند ادراک نلري. ځيني نور بيا فکر کوي چې د نوموړي کشره خور آصفه د واک زياته وړتيا لري. خو د نوموړي د زيارت د ورځې تر جذباتي وينا وروسته خلکو ته د هغه مور ورياده شوه. نوموړي د پاکستان پيپلز ګوند د شهادت پر کليدي فلسفه بشپړه واک درلودی. هغه وويل، بټو يو جذبه ده او مينه ده. که تاسو هر څومره بټو ووژی خو بيا به هم له هر کوره لا زيات بټو پيدا شي. د ليکوال په وينا که څه هم د بلاول له اردو وينا څخه د انګريزي لهجې څرک تر سترګو کېدی خو د خلګو داد او ستاينه يې تر لاسه کړه.

ليکوال د مقالې په پای کې ليکي، د بلاول بټو د زيارت د ورځې وينا د پاکستان پيپلز ګوند د مشرتابه لخوا په کلونو د هغه د روزنې لاس ته راوړنه وه.

XS
SM
MD
LG