د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د لېوي ۲۳ اهلکار وتېښتول شول




غلام غوث مشال راډيو

د پيښور په نيمه قباییلي سيمه ايف آر پيښور کې د ليوي ځواکونو په درې چېک پوسټونو د وسلوالو په بريد کې د ليوي دوه سرتيري وژل شوي،يو ټپي دی او ۲۳ نور یې وسلوالو تېښتولي دي-

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پيښور د نيمې قباییلي سيمې مرستيال پوليټيکل ايجنټ نويد اکبر وويل، چې وسلوالو دا بريدونو د چارشنبي او پنجشنبي په مينځنۍ شپه خواشا دوولس بجي پيل کړي ول چې د سهار ترڅلورو بجو پورې جاري ول، او په درنو او سپکو وسلو یې د ليوي دري چېک پوسټونه په نښه کړل چې پکې د حسن خيلو ايکسچېنج چېک پوسټ، د جاناکوړ ليوي هاسټل او د موسا درې غاښي سر چېک پوسټونه شامل دي.

نويد اکبر زیاتوي، د وسلوالو د دې فعاليتونو روستو په سيمه کې امنيتي ځواکونو د لټون عمليات پيل کړي دي او د تېښتول شويو کسانو د راخوشي کولو لپاره پوليټيکل انتظاميیې نن د مقامي مشرانو يوه جرګه هم رابللي ده-

د پيښور په نيمه قباییلي سيمه يا ايف آر پيښور کې د ايف سي ځواکونو د پخواني مشر صفوت غيور په وخت کې د وسلوالو په ضد عمليات هم شوي ول او د هغه عملياتو روستو بيا وسلوالو صفوت غيور په يوه ځانمرګي بريد کې ووژلو-

د پيښور نيمي قباییلي سيمي ته نزدې خيبر قباییلي سيمه دره آدم خيل کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت يو شمير عملیات ترسره کړيدي، خو په دې سيمو کې لا تر دې دمه د وسلوالو فعاليتونه دوام لري-

دا چې ددې وجه څه ده، چې ولي لا هم په دغه سيمو کې امنيت نه پر ځای کېږي.؟

د امنیتي چارو کارپوه سید نذیر د دې پوښتنو په ځواب کې وايي، ((چې په دغه سیمو کې امنيتي ځواکونه په بیا بیا عملیات هم کوي، ليکن کنټرولېږي، ځکه نه چې يو خو کېدای شي چې د ځايي خلکو مرسته ورته نه ده حاصله او بل په دغه ځايونو کې درنه او سپکه وسله هم موجود ده. لکه د بېلګې په توګه د پېښور پر هوائي ډګر چې په بريد کې کارول شوې وه، نو ځیني جنګ داسې وي چې هغه د يو محاذ جنګ نه وي چې د هغه اړخ نه ته له خپله دښمنه د ځان دفاع وکړې او هغه اړخ ته خپلې وسلې يا مورچې ونيسي،دا خو د شا نه هم راځي،د ښي او ګس اړخ نه هم راځي، بل دا چې نه یې جهنډا شته او نه يې وردي شته، دا خو يو ګډوډي ده، او د لومړي وار کولو اختیار له وسلوالو سره وي ، نو لومړی دوی ناڅاپه حمله کوي لکه څه رنګ چې په پېښور هوایي ډګر ناڅاپه راغلل او اوس په ليوي واله ناڅاپه راغلل او کسان يې بوتلل))-

د پيښور په نيمه قباییلي سيمه کې د دې بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان قبوله کړيده او د پاکستاني طالبانو د درې او خيبر وياند محمد اپريدي له نامعلومه ځايه د ټيليفون په ليکه مشال راډيو ته ويلي دي دا بريدونه دوی ترسره کړي او تېښتول شوي ۲۳ کسان هم له دوی سره دي-

XS
SM
MD
LG