د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تحریک طالبان پاکستان ته دې هم یو دفتر پرانستل شي"




غلام غوث مشال راډيو

د جماعت اسلامي پخوانی مشر قاضي حسين احمد وايي، د پاکستاني پوځ عملياتو د سوات په ګډون له وزيرستانه تر باجوړه زيان اړولی دی او د ده په خبره د دې ستونزې د حل لپاره په کار ده، تریک طالبان پاکستان لپاره دې هم په پاکستان کې یو دفتر پرانیستل شي لکه افغان طالبان چې یې په قطر کې لري.دی وايي دغه ډول به پر تره ګرۍ د هغوی څرګند دريځ رامخې ته شي.

د خپل دغه نوي وړاندیز په اړه قاضي حسين احمد مشال ريډيو ته وويل،((د پاکستاني فوځ د طاقت استعمال ډير لوی نقصان رسولی دی، په سوات، باجوړ، په خيبر او په وزيرستان کې هر ځای دوی له ناکامۍ سره مخامخ دي،خو موږ غواړو طالبانو ته دې دومره موقع په لاس ورشي چې هغوی یو پته یا درکځای ولري، چې د هغې ترجمان په پټه نه بلکې مخامخ وي، د دې لپاره چې په قطر ، پيرس او جاپان کې څه رقم مذاکرات وشو، نو دغه رنګ دې په پاکستان کې دننه هم د تحریک طالبان پاکستان لپاره یو دفتر جوړ کړل شي چې دوی خپل دریځ په کې بیانولای شي.))

قاضي حسين احمد زياته کړه، چې تر څو امريکا او ناټو ځواکونه په افغانستان کې وې تر هغو پر امنه افغانستان په وجود کې نه شي راتلای او نه په پاکستان کې امن راتلای شي.

خو د خیبر پښتونخوا وزير اعلا امیر حیدر خان هوتي ویلي ، دا تاثر غلط دی چې امریکا له افغانستانه ووځي نو حاالات به سم شي بلکې ده ده په خبره وسلوال د پاکستان د ائين او نظام مخالف دي

نوموړي دا څرګندونې دوه ورځې وړاندې د بشير بلور د وژني روستو د پښتونخوا د اسمبلۍ غونډي ته خپله وينا کې کولې .

((يو تاثر دا ورکول کېږي چې په کومه ورځ امریکا له افغانستانه ووځي نو حالات به پخپله سم شي، خو هغوی په ډاګه دا مني او وايي، چې د دوی مقصد يواځې له افغانستانه د امريکا ويستل نه دي بلکې د کوم ایين چې موږ منونکي يو، هغوی نه دا اسمبليانې مني، نه جمهوريت مني، نه پاکستان مني او نه دا نظام، نو که چېري هغوی له دې نظامه ياغيان او انکاري دي، نو بيا له زموږ سره دوه لاري دي، چې يا خو هغوی ته ميدان پريږدو او هغوی چې څه کول غواړي هغوی ته يې پريږدو او يا په شريکه یې مقابله وکړو))

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په دي نظر دی چې د تره ګرۍ د ستونزي د حل لپاره په افغانستان کې د القایده او نورو نړيوالو تره ګرو سره نه بلکې د ملا عمر د طالبانو ډلې سره مذاکرات په کار دي او که په مذاکراتو نه کېږي، نو بيا پاکستان، افغانستان او امريکا ته په شريکه همکارۍ په دواړو هيوادونو کې د وسلوالو په ضد عمليات په کار دي-

نوموړي دوه ورځې وړاندې د بشير بلور د وژنې روستو د اسمبلۍ غونډي ته د تره ګرۍ په باب پخپله تفصيلي وينا کې وويل((زه القایده نه يادوم ،القایده خو نړيواله شبکه ده، زه د افغانستان دننه ملا عمر او د هغه ملګري يادوم،چې هغوي سره دې مذاکرات وشي او که داسې نه وي نو بيا بل تجويز دا دی چې امريکا، پاکستان او افغانستان به کيني او په يو بل باور به بحالوي او بغير د څه فرق به يواځي په وزيرستان کې نه بلکې په ټول پاکستان او افغانستان کې به چې چرته هم تره ګر وي د هغوی پر ضد به عمليات کول غواړي))

XS
SM
MD
LG