د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان له القاعده سره پر تعلقاتو پښېمانه دي"


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي په افغانستان کې د سولې په لړ کې یو څه امیدونه ښکاره شوي دي. او وجه یې دا ښیي چې د طالبانو مشران دې نتیجې ته رسیدلي، چې له هیواده د امریکایی جنګي ځواکونو د وتلو وروسته رامینځ ته کیدونکې ممکنه کورنۍ جګړه دوی نه شي ګټلی.

د ورځپاڼې په خبره داسې ښکاري چې طالبان په دې پوه شوي دي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د دوی طاقت کمیدلای شي. او زیاتوي دې ته په کتو سره چې په هیواد کې د امریکا جنګي رول په ختمېدو دی، پاکستانیان دې نتېجې ته رسیدلي دي چې په سرحدي سیمه کې کورنۍ جنګ د دوی په ګټه نه تمامیږي. نو ځکه یې نه یواځې افغان حکومت بلکېپخوانی شمالي اتحاد ته یې هم مخه کړې ده چې تاجکان یې مشري کوي.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو په رویه کې لچک تېر کال د جولايي په میاشت د بریتانییا د استازیو او د طالبانو څلورو لوړ پوړو مشرانو تر مینځ په ملاقات کې و لیدل شو. په بریتانییا کې په یوه ورځپاڼه کې بیا وویل شول چې په دې خبرو اترو کې طالب مشرانو له القاعده سره په خپل پخواني تعلق افسوس ښکاره کړ او دا یې وویل چې ډله به یې د عمومي معاملې لپاره ډز بندي ته رضا وي. د ورځپاڼې په خبره طالبانو په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله موجودیت په اړه هم رضامندي ښکاره کړه. ورځپاڼه لیکي که څه هم د افغانستان پر حالاتو ډېر امریکایان نا هیلې دي، خو په دا ورستیو کې پورته کړل شوي ګامونه دا ښکاره کوي چې د راتلونکي کال لپاره امید لا هم موجود دی.

بلخوا یو ایس اې ټوډې ورځپاڼه لیکي دا په افغانستان کې د عیسایي اختر (کریسمس) د چټیانو پر مهال د امریکایي ځواکونو دولسم کال دی او دا هغه موقع ده چې کورنۍ به ورته ډېره یادیږي. خو بیا ورځپاڼه مخکیني کلونه او اوسني حالات پرتله کوي چې اوس دوی له خپلو کورنیو سره رابطه کولای شي.

د ورځپاڼې په خبره په لومړي نړیوال جنګ کې د اروپا او امریکا تر مینځ نیغ په نیغه ټيلي فوني رابطې نه وې او کاغذ او قلم به هم په اسانه سره نه ملاوېدل.

بیا په دویم نړیوال جنګ کې د چټیانو او اخترونو په موقع د خطونو او تحفو د لیږلو په لړ کې ډېرې هڅې وشوې. ورځپاڼه په وېتنام کې د جګړې ذکر کولو سره وایي چې به پکې پوځيانو خپل پیته کړي پیغامونه استولو. خو نن سبا چې پوځيان کوم سهولتونه لري، دا د پخوانيو هغو په مقابله کې هیڅ نه دي. په دې لړ کې ورځپاڼه د لېپ ټاپ کمپیوټرونو، موبایل ټيليفونونه، او د سمارټفونز ذکر کوي چې د انټرنیټ له لارې مواصلاتي رابطو لپاره استعمالیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG