د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوی یونان کې د کشتۍ ډوبېدو پلټنې ته ولاړ





رضوان مراد مشال راډيو

پراګ:- یو افغان پلاوی د یونان په اوبو کې د هغې کشتۍ د ډوبیدو په اړه تحقیقات کوي چې لسګونه افغانان په کې مړه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل په هغه پیښه کې ۲۸ افغانان چې غوښتل يې له ترکيې څخه یونان ته ورسیږي ،مړه شوي دي.

د ده په وینا له پیښې یوازې یو افغان ژوندی راوتۍ دی.

راپورونه وايي دغه وړه کشتۍ چې نزدې دیرش افغان پناه غوښتونکي په کې سپاره ول او لس ورځې وړاندې له ترکیې روانه شوې وله او د یونان په اوبو کې ډوبه شوې ده.

ددغه افغان چارواکي په وینا د بهرنیو چارو وزارت ددې پیښې د پلټولو په خاطر یو پلاوۍ یونان ته استولی چې د پیښې د تحقیقاتو سربیره د مړیو پېژندګلو وکړي.

هغه ویلي له له پلټنو وروسته به افغانان مړي له یونانه افغانستان ته وړي او بیا به يې خپلو خپلو کورنیو ته وسپاري.

د راپورونو له مخې په ډوبه شوې کشتۍ کې افغانان ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

په یونان کې میشت یو افغان شهریار خان مشال رادیو سره په خبرو کې وویل چې ده له دې پیښې څخه له یو تن ژوندي پاتې افغان سره خبرې کړي دي.

د نوموړي په وینا ژغورل شوي افغان ورته ویلي چې د ډوبو شوو کسانو مړي خراب شوي دي.


له دې وړاندې هم د یونان په اوبو کې د افغان پناه غوښتونکو کشتۍ ډوبې شوي چې ګڼشمیر کسان په کې له مینځه تللي دي.

په افغانستان کې نا امني او اقتصادي ستونزې هغه علتونه ګڼل کیږي چې له امله افغانان په غیر قانوني توګه او له مرګونو لارو اروپايي هیوادونو ته د وتلو هڅه کوي.





XS
SM
MD
LG