د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امریکايي سلاکار وژونکې ښځینه پولیس ایرانۍ ده"





د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون په دوشنبه د افغان ملي پولیس ځواک له ډلې هغه ښځینه پولیسې چې امریکايي سلاکار یې په ډزو ووژلو ایرانۍ ده.

ویاند صدیق صدیقي خبریالان ته د ایرانۍ ښځې پاسپورټ هم وښودلو. نوموړي وویل، ((چې دغه ایرانۍ ښځې له یوه افغان تن سره د واده کولو په مرسته د افغانستان شناختي کارډ ترلاسه کړی دی. خو له پلټنو وروسته جوته شوې چې دې په ناقانونه توګه شناختي کارډ ترلاسه کړی))

نوموړي زیاته کړه چې د نرګس په نامه د پولیسو بریدمنې لس کاله وړاندې په جعلې ډول د افغانستان تذکره تر لاسه کړې وه او افغان خاوند یي ورسره د اسنادو په تر لاسه کولو کې مرسته کړې وه. افغان چارواکې وایي، د نرګس خاوند هم نیول شویدی.


پرون د کابل په امنیه قومندانۍ کې سهار مهال ښځینه پولیسې نرګس پر یوه امریکایې سلا کار ډزې وکړې او هغه يي وواژه.

XS
SM
MD
LG