د لاسرسي ځای

له کوټې کندهار ته د پی ایی اې لو مړی پرواز پیل شو


د کوټې له نړیوال هوای ډګر څخه سې شنبې په سهار لومړنی پرواز د افغانستان کندهار ته روان شو. او همداسې له کوټې تر کندهاره په اوونۍ د دوو پروازو پیل وشو. د کوټې په هوايی ډګر د پاکستان او افغانستان د چارواکو يوه ګډه غونډه شوې، چې په کې هغو مساپرو هم ګډون درلود، چې په همدې لومړنۍ الوتکه کې له کوټې کندهار ته تلل. تردې غونډې وروسته د پي ای اې مینیجنګ ډایريکټر کیپټن ریټایر محمد جنید رسنیو ته وویل؛ پي ای اې به راتلونکی کال نوري نوې لاري هم پرانیزي؛. د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر دغه ویډیو جوړي کړي دی

XS
SM
MD
LG