د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان د بقا جنګ به یوازې په پښتنو نه کوې"


دا په کیسه خوانۍ کې د خالي پر ورخ پر بشیر بلور د شوي ځانمرګي برید تصویر دی چې تن ویر کوي
دا په کیسه خوانۍ کې د خالي پر ورخ پر بشیر بلور د شوي ځانمرګي برید تصویر دی چې تن ویر کوي



غلام غوث مشال راډيو

پېښور:- د پښتونخوا اسمبلۍ بېګا ماښام په خپله یوه ځانګړې غونډه کې د خالي په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې د مشر وزیر بشير بلور وژنه په کلکو ټکو کې وغندله. په غونډه کې د پاکستان پر امنيتي ادارو، پوځي مشرانو او سياسي او مذهبي ګوندونو یې غږ وکړ چې د تره ګرۍ پر ضد دې قامي يووالي ته وده ورکړي او د ملک ټول سياسي او مذهبي سياسي ګوندونه دې د ترهګرۍ غندنه وکړي.

د اسمبلۍ غړو د پاکستان په عسکري او خاجه پاليسۍ هم نيوکې وکړې-

بشير احمد بلور د وژني روستو هغه ته د عقيدت د پيرزوونو د هغه د مړاني د ستايلو په باب د صوبايي اسمبلۍ غونډه د ګل په ماښام رابلل شوې وه چې په کې د پښتونخوا لومړي وزير امير حيدر هوتي هم ګډون درلود-

پر دې مهال د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې حيدر هوتي وويل چې نن که په اسمبلۍ کې د بشير بلور کرسۍ خالي پرته ده نو دا هيڅ چرې دا مطلب نه لري چې دوی به ميدان پرېږدي-

نوموړي وويل(( که د چا دا خيال دی چې که نن دا کرسۍ خالي شوه نو موږ به همت و بايلو، هغې لپاره زموږ هم دا يو پيغام دی چې دا خو لا يوه کرسۍ ده، خدای مه که خدای مه که که دا ټولې د اسمبلۍ کرسۍ خالي شي خو پښتون قام ماتې نه مني، پښتون قام تيښته نه مني او پښتون قام به پر ميدان ولاړ وي))-

او د تره ګرۍ په لړ کې د اسمبلۍ غړو په هغه سياسي او مذهبي ګوندونو نيوکې وکړې چې د ترهګرۍ غندنه نه کوي او نه هم په دې په لړ کې واضحه تګ لاره نه لري. د اسمبلۍ غونډه کې د پاکستان عسکري او خارجه تګ لاره هم تر نيوکو لاندې راغله-

د اسمبلۍ غړي ثاقب الله خان چمکني په خپله وينا کې وويل چې امنيتي ادارې دې دوی ته د ترهګرۍ په لړ کې خپله صحيح تګ لاره په ډاګه کړي-

نوموړي زيا ته کړه:(( په پاکستان کې اصل حکمران څوک دي او څه غواړي؟زما خواست دی، د ټولو مشرانو نه چې ناسته دي وکړي او موږ ته دې ځواب راکړي، د ادارو سره دي. په اسلام آباد کې کېني چې دا جنګ تاسي کولای شی که نه، که ستاسي دا خيال وي چې د پاکستان د بقا جنګ به وي او مړ کېږم به پکې يواځې زه نو دا موږ نه منو،که چرې نه یې شې کولای نو موږ ته په ډاګه ووایه او که چېرې دا لوبه کوی نو په دې لوبه کې موږ نه يو))-

د تره ګرۍ په لړ کې د اسمبلۍ غړو په هغه سياسي او مذهبي ګوندونو نيوکې وکړي چې د ترهګرۍ غندنه نه کوي او د تره ګرۍ په لړ کې واضحه تګ لاره نه لري او د پاکستان عسکري او خارجه تګ لارې هم تر نيوکو لاندې راغلي-

د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وويل چې د اوسامه بن لادن د وژنې روستو پاکستان امريکا او افغانستان پر يو بل شکونه کوي او په کار ده، د تره ګرۍ په اور کې د پاکستان او افغانستان د ولس سوځېدو نه د بچ کولو لپاره د پاکستان امريکا او افغانستان چارواکي پر يو بل اعتماد بحال کړي او وسلوالو ډلو سره يا مذاکرات وکړي او يا د هغې په ضد په پاکستان او افغانستان کې کوټلي عمليات وکړي-

نوموړي زياته کړه)(نن هم موږ د بشير خان د دې لویې قرباني په موقع باندې موږ د مذاکراتو او عدم تشدد خبره کوو، خو دا به څنګه کېږي،د اوسامه د مرګ روستو خو د دوی پر يو بل اعتماد ختم شوی دی، دوی په شا او مخ کې جلا جلا ښکاري، د دوی د مفاداتو په بنياد قام تباه شو،امريکا، پاکستان او افغانستان به کېني، خلک وايي د امريکا په کې څه کار دي،نو چې تا امريکا سپر پاور کړه او د امريکا خوښه نه وي نو افغانستان او پاکستان به ترې څه رنګ روغه وکړي، ما(پاکستان) له ځانه تاڼه دار جوړ کړي اول مې روس ووهلو اوس به امريکا وهم؟ بل کار به زما نه وي))-

د پښتونخوا اسمبلۍ د ترهه ګرئ په لړ کې په قامي يووالي ټينګار اوکړو او د پښتونخوا وزير اعلا وويل، ((د دې هيواد د ټولو ادارو د سياسي مشرانو او عسکري مشرتابه نه زه دا پوښتنه لرم چې ما ته ټوپک پورته کول دي يا ما ته مذاکرات کول دي، دا خو وروستنۍ خبرې دي، او خو د پاکستان په سطح ما ته دا فيصله کول دي چې زه دا ومنم چې دا زما ستونزه ده او ما ته د دې حالاتو مقابله کول دي، نن د پاکستان او د پاکستان د قام نه دا اسمبلي پوښتنه کوي چې که چېري د پاکستان اسلام او انسانيت خلاف مقصد کې تره ګر يو کېدای شي نو موږ ټول د اسلام امن پاکستان او جمهوريت لپاره له خيبره تر کراچۍ پورې ولې نه شو يو کېدای))

XS
SM
MD
LG